افغانستان

د پاکستان پوځ په ډېورنډ کرښه اغزن سیم لګوي

نن ټکی آسیا(دوشنبه، چنګاښ ۲۳مه، ۱۳۹۳): پرون یکشنبه د ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ د ملي امنیت شورا په ناسته کې د پاکستاني پوځیانو له خوا په ډیورنډ کرښه د تار لګولو په اړه بحث وشو.
د شورا ګډونوالو اندېښنه ښکاره کړه او ويې ویل چې پاکستان د افغانستان له سیاسي خپل منځي ګډوډي په ګټه دغه «شوم» اقدام کوي.
ویل کېږي چې پاکستاني پوځیانو په ډېورنډ کرښه پکیتکا ولایت ته څېرمه د اغزن سیم لګول پیل کړي دي.
تر دې وړاندې هم پاکستاني چارواکو ویلي وو، چې دوی به په ډېورنډ کرښه اغزن سیم ولګوي تر څو پوله وساتل شي، چې د افغان دولت له لوري يې خبره رد شوه او د افغان ولس له سخت غبرګون سره مخ شو.
افغان ولس د ډېورنډ دواړو غاړو ته خلک خپل بولي او له یو بل سره تګ راتګ لري.
د ملي امنیت د شورا په ناسته کې وویل د سرحدونو او قبایلو وزارت او همدارنګه کورنیو چارو وزارت مسوولینو ته دنده ورکړل شوه چې موضوع وڅېړي.
د چارو شنونکي وايي چې د ولسمشر حامد کرزي په راتګ ولس انګېرله چې له پاکستان سره د ډېورنډ په سر لانجمنه موضوع به حل شي، خو ښکاري چې په نږدې دیارلس کاله کې د ډېورنډ تاریخي جنجال ته پام ونه شو.
یاده دې وي چې پاکستاني پوځیان وخت په وخت په افغان خاوره بریدونه کوي او وړاندې راځي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x