
خوست: د کمپاین عسکر په خپله چاپه کې د درنې مرګ ژوبلې سره مخ شوي
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۸ کب، ۱۳۹۹ل): تیره شپه د خوست ولایت په سپیرې ولسوالۍ کې د کمپاین عسکر د یوې چاپې پر مهال د درنې مرګ ژوبلې سره مخ شوي دي، د ځینو راپورونو سره سم تر ۲۵ زیات عسکر یې وژل شوي او په لسګونو نور یې ټپيان شوي دي.
د نن ټکی اسیا د سرچینو د راپور سره سم یاده چاپه چې د سي آی ای د ملاتړ څخه برخمن د کمپاین ځواکونو تېره شپه د سپیرې ولسوالۍ د کانټینر په سیمه کې اچولې، په ترڅ کې يې د جګړې دواړو اړخونو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
ویل کیږي چې د کمپاین د عسکرو ۲۵ کسان مړه او تر شلو پوري یې نور ټپيان شوي دي، څلور رینجري يې سوځېدلي او پنځه رینجري نوري طالبانو غنیمت کړي دي.
په ورته وخت کې د ملکیانو او طالبانو په ګډون تر ۲۰ پوري کسان وژل شوي دي چې ځیني يې پاکستاني طالبان هم دي.
د خوست کمپاین عسکر د سي آی ای تر سرپرستۍ لاندي عملیات کوي او ددې تر مخه د نړیوالو حقوقي او بشري ادارو له لوري په بشري جنایاتو او جنګي جرمونو تورن شوي دي.