روغتیا

له درملو پرته، د وینې فشار کنترول ساتلو لارې چارې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۹ کب، ۱۳۹۹ل): د وینې لوړ فشار په انسان کې د اوږدمهاله ناروغیو نښه هم ګڼل کیږي، له همدې ویرې ځینې خلک درمل نه کاروي، په دې تړاو د «AJC» ویبپاڼې یو شمېر هغه لارې په ډاګه کړي چې د درملو اخیستلو پرته فشار کمولی او انسان له یو شمېر ناروغیو ژغورلی شي.

د وینې لوړ فشار د کمولو لومړۍ او تر ټولو مهمه لار د وزن کمول دي، کوم چې زیاتره وخت په مستقیم ډول د اوږدمهاله ناروغیو لامل کیږي. د طبي اټکلونو په وینا، یوازې یو کیلو ګرام اضافي وزن کمول د یوه ملي ګرام پاره فشار کموي.

د وینې لوړ فشار کمولو لپاره دویمه لار د تمرین او ورزش ترسره کول دي، پوهان په اونۍ کې د ۱۵۰ دقیقو ورزش یا په ورځ کې د ۳۰ دقیقې تمرین سپارښتنه کوي. څوک چې دغه ډول فزیکي فعالیتونه ترسره کوي د وینې فشار یې د ۱ څخه تر ۸ ملي ګرامه پاره پورې کمولی شي.

دریمه لار صحي خواړه سمول دي، په دې تړاو له ژر تیاریدونکي خواړو (Fast food)، او هغه خواړه چې زیاته کچه بوره او مالګه ولري ځان وژغورل شي، دغه راز پوهان د پوټاشیم لرونکي خواړو وړاندیز کوي ځکه چې دا د سوډیم له امله رامنځته شوی زیان کموي.

څلورمه لار په خوړو کې د سوډیم کمول دي، لکه د مالګې او پروسس شوي خوړو کمول، د مالګې پرځای خوړو ته داسې دانه لرونکي بوټي ورزیات کړئ چې خواړه مو هم خوندور کړي او سوډیم هم کم کړي.

د لوړ فشار زیانونو د مخنیوي لپاره په پنځمه او شپږمه لار کې، پوهان سپارښتنه کوي چې د امکان تر حده د سګریټ څکولو او شراب څښلو ځان وساتل شي، دا کار د زړه روغتیا سربېره نورې روغتیا ته هم ګټور دی.

که تاسې ډير کافیین نه کاروئ، کوم چې په چای او کافي کې زیات موندل کیږي، دغه ماده په لوړه کچه د وینې فشار لوړوي. په دغو کسانو کې چې کافیین ډير کاروي ۸ ملي متره پاره فشار لوړیږي، خو که څوک له کافیین سره عادي وي ممکن یا هیڅ توپیر ونه ګوري او یا هم ډير کم اغیز پرې وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x