روغتیا

افغانستان ته د کوواکس پروګرام له لارې ۵۰۰ زره ډوزه کرونا واکسين راورسېدل

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۹ کب، ۱۳۹۹ل): په افغانستان کې اروپايي ټولنه وايي چې دغه هېواد ته د کوواکس اسانتيا له لارې د واکسينو نږدې ۵۰۰ زره ډوزه راورسېدل چې ۲۵۰ زره کسانو ته بسنه کوي.

دا په داسې حال کې چې د کوواکس پروګرام له لارې د روغتيا نړيوال سازما د اروپايي ټولنې سره په ګډه هغه هېوادونو ته چې د واکسين اخيستلو توان نه لري د واکسينو رسولو پلان جوړ کړی دی.

د روغتیا نړیواله اداره وایي چې ددغه پروګرام له لارې یې تر دې دمه شلو بېوزله هېوادونو ته ۲۰ ملیونه ډوزه واکسین ویشلي دي، ددوی په وینا راتلونکې اونۍ کې به ۱۴.۴ ملیونه ډوزه واکسین نورو ۳۱ هېوادونو ته وویشل شي.

د کوواکس واکسينو پروګرام پروسه دوه اونۍ وړاندې پېل شوې وه چې له مخې يې د واکسينو لومړۍ جپه یوه افريقايي هېواد ته رسېدلې وه.

د روغتيا سازمان ويلي وو حې ددغه پروګرام له لارې شاوخوا ۱۶ ملیونه ډوزه واکسين افغانستان ته مختص کړي دي.

له دې وړاندې د فبروري میاشتې په ۷مه نېټه د هندوستان له لوري افغانستان ته د ۵۰۰ زره ډوزه واکسين ډالۍ شوي وو چې لا يې هم د تطبيق پروسه روانه ده.

چين هم په دې اړخ کې افغانستان سره د ۴۰۰ زره ډوزه واکسينو د مرستې اعلان کړی و چې په راتلونکې نږدې کې به هېواد ته راورسيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x