نظــر

د کېري او کرایي نوماندانو ناسته

د روانی ډراماتیکی انتخاباتی کړکیچ د پای موندنی په موخه  د امریکی وزیر خارجه او د افغانستان دامورو او شخصیتونو ماهر جان کیری د کابل میلمه وه اما یو ورځ وروسته د کابل د اصلی کوربه په حیث راڅرګند شو!!زما په اند د تیری شپی ناسته کی لاندنی ټکی د پام وړ وه:

۱. امریکایی اهداف.۲. د سیمه ایزه ویری له امله سیاسی جوړجاړی۳. د افغانی رایه ارزش.
په ناسته کی د کیری د سفر موخی له هر اړخه مهمی وی، د کیری ناستی لاندی لاسته راوړنی خپل ملت او متحدینو ته ډالۍ کړی:

۱. د ناستی وخت داسی ټاکل شوی و چی د امریکا او د هغوی د انډیولانو ملتونه یی په رڼه ورځ ووینی اما دلته ډیري افغانان بیا له دی درندی شپی او په دی کی د ترسره شوو تصمیمونو نا خبره را ویښ شول،زمونږ خواران ژورنالستان، او رسنۍ یی په انتظار شنه کړل.

۲. د ناستی ځای یی د امریکا سفارت و ، د تصمیم نیولو مقر ټاکل شوی و،هو پدی کی د کیری موخه دا وه چی هم د جګړی ملګري او هم خپل ملت ته قانع کړی چی واګی ددوی له مهاره وتی ندی،هو د پاچاهی عقابی بازان لا همدوی دی، د افغانستان هره فیصله باید لدی ځای مهاره او عملی شی .
دی خونی!! هغه څرګندونی سمی ثابتی کړی چی د کیری تصمیم دلته د ټولو نهادونو له تصمیم ،خبرو ،چغو،نارو سورو ، ادعاګانو، اوهامو او له رایو نه لوړ او منل شوی اخری تصمیم دی.

۳. په ناسته کی ملل متحد چی د روانه جګړی د مشروعیت مفتی دی او د اوسنی لانجی منځګړی هم ګڼل کیږی بی رنګه و ،کوبیش به کیری ته پاس ورکوو چی افغاانستان ګوره ستاسو متحد ده ، ستاسو نظر چی تری اخوا نشی، تاسو د نړی ریښتینی امین یاست.

۴.د غونډی د وینا متن دواړو ته داسی یو شان لیکل شوی و چی تفاوت یی ډیر کم تر سترګو کیده، دومره ضرور وه چی دواړه خپل اقا ته مسک مسک کیدل، خولی یی نه راټولیدی،اما کیری به کله یو خوا کله بلخوا سره اړول راړول، د ډیپلوماټیکی ټولو اصولو خلاف به ورته په غوږ کی وپسنیده، چی په له خوښی مو د امریکا قربانی هیری نشی، دواړو غبرګو کرایی نوماندانو خپلی خبری ددوی د صلیبی شهیدانو په مرثیه، داد او ستاینو سره راټولی کړی

۵.کیری د دیموکراسی تمثیل ته او هغه څرکونه ته اشاره شو، او نړی او اولس ته یی دا پیغام ورکړ چی موخی یی ترسره شوی،ووټ اچول شوی،ښځی راوتی،په ژبو ویشل شوی، ټول کاندیدان یی زمونږ خپل انډیوالان دی ، د امپریالیزم خوب تعبیر موندلی که هر څومره ددوی ارمانی ووټ، ارمانی زعیم، مظاهری،مدنی ټولنی وغیره اساس موندلی اما زمونږ د چارچوب او مشوری او نظر نه تیریدل یی حتمی دی، او دا یی هم جوته کړه چی هغه خوځښتونو او نوښتونو پخپله په دی امریکایی لاره کی ستړی شی

۶.د اسلامی نړی روان اسلامی خوځښتونه ،د یوکریان کشاله ،د افغانستان جغرافیه او د امریکا ملی منافع، اقتصادی ګټی، د سلطه دوام یا تسلسل ضروری او یو له هغه علتونو ګڼلای شو چی د ټاکنو د لانجو ډرامه نوره ودروی او دواړه انډیولان په یو څه زهر و زقوم راضی شی.

۷. کرایی استخدام شوو نوماندانو ورته ویناوی درلودی ددوی ټولی شخی، وچی خبری،د وینو سیلابونه،اقتصادی طرحی ،قاطیعت د کیری په یو تبسم لغوه اعلان شوی.

۸. پاتی شول له نړیوالو دسایسو ناخبره میلیونونه بیچاره رایه اچوونکی ددوی تاوانونه،بحثونه، بی خوبی،لانجی،بدۍ ټول مساوی د جان کیری له یوی رایه سره.

۹. د کیری کشی ویل ټولو رسنیو ته ، د بیچاره ګانو ټولی پوښتنی بی ځوابه پاتی شوی هو ځکه چی د کور خبره باید دباندی ونه وځی .

لیکوال: شیراز مهاجر

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x