ورزش

جان لاپورتا دوهم ځل لپاره د برسلونا کلب مشر وټاکل شو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۰ کب، ۱۳۹۹ل): وروسته له دې چې د هسپانوي کلب برسلونا تېره شاوخوا پنځه کاله دوره د پام وړ نه ښودل کیږي او لامل یې د کلب پخوانی مشر ماریو برتامیو ګڼل کیږي، ددغه کلب نوی نوی مشر وټاکل شو.

برتامیو د ۲۰۲۰م کال په اکتوبر کې له منفي رایو اخیستلو وروسته د برسلونا کلب له مشرۍ استعفا وکړه چې د ناسم مدیریت او لوبغاړو سره د بد سلوک له کبله د مارچ میاشتې په پېل کې د پولیسو له لوري هم ونېول شو.

د یکشنبې په ورځ د مارچ په ۷مه نېټه د برسلونا کلب د نوي مشر ټاکلو لپاره ټاکنې ترسره شوې چې په کې جان لاپورتا د دوهم ځل لپاره د یاد کلب مشر وټاکل شو.

په ټاکنو کې درې سیالانو (جان لاپورتا، ویکټر فونټ او الیکسیا) ګډون درلود، چې لاپورتا په ۳۰ زره ۱۷۸ رایو اخیستلو سره چې ۵۴.۳ سلنه کیږي ټاکنې وګټلې او د برسلونا کلب مشر وټاکل شو.

د نوموړي دوه سیالانو ویکټر فونټ ۱۶ زره ۶۷۹ چې ۳۰ سلنه، او انتوني فریکسا تر ټولې کمې ۴ زره ۷۶۹ چې ۸.۵ سلنه کیږي، رایې واخیستلې او ناکام شول.

د ارجنټایني ستوري لیونل میسي په ګډون د برسلونا لوبډلې یو شمېر لوبغاړو د ټاکنو پرمهال خپلې رایې وکارولې.

۵۸ کلن جان لاپورتا له دې وړاندې هم د برسلونا کلب ۷ کاله مشري ترسره کړې، چې په کې یې دوه واره د لالیګا لیګ اتلولي، دوه واره د اروپا اتلانو لیګ اتلولي، یو وار د اروپا سوپر جام او د فیفا کلب نړیوال جام اتلولي خپله کړې ده.

باید وویل شي چې د لیونل میسي په ګډون د برسلونا لوبډلې زیات شمېر لوبغاړي او د برسلونا کلب مینوال د لاپورتا په ټاکلو خوښ دي، ددوی په وینا، د نوموړي تېره دوره هم د لاسته راوړنو ډکه وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx