ورزش

له پرلپسې ۲۱ بریاو وروسته مانچسټر سیټي لوبډلې لومړۍ ماتې ومنله

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۰ کب، ۱۳۹۹ل): د انګلستان پریمیئر لیګ فوټبال غوره لوبډلې مانچسټر سیټي د ۲۱ پرلپسې بریاو سلسله بالاخره پای ته ورسېده.

د پریمیئر لیګ تر ټولو مشهوره سیالۍ چې د مانچسټر سیټي او مانچسټر یونیټډ لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، یونیټډ لوبډلې په ۲-۰ بریا خپله کړه او د سیټي لوبډلې د بریاو اوږدمهاله سلسله پای ته ورسوله.

د دواړو لوبډلو ترمنځ یاده سیالي د یکشنبې په ورځ ترسره شوه، چې د یونیټډ لوبډلې له لوري برونو فرنانډیس په ۲همه دقیقه کې او لوک شا په ۵۰مه دقیقه کې ګولونه راوړل.

که څه هم سیټي لوبډلې د ګول راوړلو زیاتې هڅې وکړې خو بریالي نشول او د ۲ په بدل کې يې په صفر ماتې ومنله.

له دې وړاندې د دواړو لوبډلو ترمنځ د روان پړاو لومړۍ سیالۍ په صفر صفر مساوي شوې وه.

تر دې دمه د فوټبال په تاریخ کې جرمنۍ لوبډلې «بایرن مونشن» تر ټولو زیاتې پرلپسې ۲۳ بریاوې خپلې کړي دي.

په یادې ماتې سره هم سیټي لوبډله د پریمیئر لیګ په جدول کې لومړی مقام لري، سيټي لوبډلې ۲۸ سیالۍ ترسره کړي چې ۲۰ یې بریاوې خپلې کړي، ۵ مساوي او ۳ لوبې یې بایللي چې ټول ۶۵ پواینټونه لري.

دغه راز په دوهم مقام کې په ۵۴ پواینټونو درلودلو سره مانچسټر یونیټډ لوبډله او په دریم مقام کې په ۵۳ پواینټونو سره لیسیسټر سیټي لوبډله ځای لري.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x