نړۍ

دافغانستان دراتلونکي په اړه په استنبول کی نړیوال کانفرنس جوړ شو

نن ټکی اسیا: نن د ترکیی هیواد پلازمیني استنبول کی دافغانستان دراتلونکي په اړه نړیواله غونډه جوړه شوه.

په افغانستان دطالبانو دحکومت له سکوت څخه لس کاله وروسته نن یوځل بیا دترکیی هیواد پلازمیني استنبول کی دافغانستان دراتلونکي به اړه نړیوال کانفرنس جوړ شو، وکانفرنس ته له نړی څخه دشلوهیوادونو استاځي راغلي دی، او همدارنګه دغي غونډي ته دمرسته ورکونکو موسساتو ډیرکارکونکي هم راغلي دي.

دغونډو په پیل کی دترکي لومړي وزیر عبدالله ګل وویل په افغانستان کي دایمي او سراسري امن او سوله اړینه ده، او ددغه هیواد دسولی او امنیت لپاره باید نړیوالي هڅي تیزي شي.

ویل کیږي دغه غونډه به د افغانستان پر راتلونکي باندی خبري وکړی، ځکه چی له ۲۰۱۴ کال څخه وروسته به له افغانستان څخه ټول بهرنی عسکر ووزي او ددغی غونډي دخبرو ایجنډا له   ۲۰۱۴ کال څخه وروسته افغانستان دي چي هغه وخت باید دافغانستان  لپاره  کومي لاری چاری ولټول شي او هلته دسولي او امن لپاره باید کومي هڅه پرمخ ولاړي شي، ترڅو له ۲۰۱۴ کال څخه وروسته یو سلویز او پرامنه افغانستان ولرو.

په استنبول کی نړیواله غونډه، دافغانستان پاکستان او ترکیی دهیوادونودمشرانو له ګډي غونډی څخه وروسته نن سهار دغه هیواد کی جوړه شوه، تیره ورځ په استنبول کی دافغانستان پاکستان ولسمشرانو ترمنځ له نورو چارو سره سره دافغانستان دپخوانی اولسمشر برهان الدین رباني دوژني په اړه پردوه ارخیزه څیړونو باندی هم خبره شوی وه، دافغانستان بخوانی اولسمشر او دسولي دعالي شوری مشر برهان الدین ربانی څه موده مخکی په کابل کی دیوه سرښندونکي برید له امله وژل شوی وو، چی افغانستان یی پړه دپاکستان پرحکومت وراچولي وه، دافغانستان حکومت ویلی وو چی دنوموړی دوژنی پلان دکوټي په ښارکی جوړشوی وی اوکوم کس چی برهان الدین ربانی یی وژلی وو، پاکستانی تابعیت یی درلود.

ویل کیږي دافغانستان او پاکستان حکومتونو داولسمشرانو ترمنځ دخبرو په ترڅ کی دغه خبره باندي توافق شوی دی، چی دبرهان الدین رباني دوژني قضیه به په ګډو باندی څیړي.

نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x