نظــر

سپین سترګي هم یو حد لري!!

محمد اسماعيل يون

پخوا یو متل و چې پلانی دومر سپین سترګی دی چې کالیو سره دې په سترګو کې راننوځي. موږ ته به دا خبره ناشونې ښکاره کېدله، خو اوس چې د یو شمېر سیاستوالو، وطن پلورو او پردیپالو چالاکۍ او سپین سترګۍ ته ګورو پر پخواني متل شکر کاږو؛ اوس داسې سپین سترګي پیدا شوي چې جامې خو څه کړې، له خپلې ټولې غلامۍ، دوسۍ، بې ضمیرۍ ، وطن پلورنې، تیږ پلورنې، غر پلورنې او تن پلورنې سره دې په سترګو کې راننوځي.

تر ټولو بده یې لا دا ده چې د خپلې ګناه او خطا مسولیت هم پر مقابل طرف حواله کوي.

کارمل روسان راوستل، امین یې پرې وواژه، د اسلام د کلمې پر ځای یې د افغان شوروي د دوستۍ کلمه زمزمه کوله او دا یې یوازې خپل ویاړ ګاڼه، خو کله چې د ملیونونو افغانانو په قربانۍ د روسانو ماتې یقیني شوه ، نو ده بیا ملامتي پر امین بار کړله ؛ چې دا خو امین راوستي وو.

او ظالمه د خدای! امین پرې ځان واژه چې راوستي یې وو ع؟! د روسانو راتګ د امین په مرګ او د کارمل د واک سبب شول، خو تر ننه یې امین د رابللو له توره خلاص نه دی.

کله چې روسانو د کارمل د لرې کولو پرېکړه وکړه او ډاکټر نجیب یې پر ځای غوره وګاڼه ، نو کارمل د کابل پر خلکو غږ وکړ چې :((بر خیزید که ازادی تان در خطر است ، استقلال تانرا حفظ نماید..))
د جهاد په بهیر کې بیا د جهاد زیات بار اسلامي حزب او نور و اکثریت پښتنو جهادي تنظیمونو اوچت کړ ، جمعیت له روسانو سره د پټو پروتوکولونو او اوربند لاره ونیوه ، خو کله چې د جهادي ډلو د حکومت خبره مطرح شوه ، په پنډۍ کې د پاکستان استخباراتو د حکمیتار پر ځای رباني د خپلو ستراتيژکو ګټو لپاره غوره وباله. واک رباني او مسعود ته انتقال شو ، خو د پاکستان پالنې پېغور حکمتیار ته پاتې شو. په داسې حال کې چې حکمتیار ، رباني او مسعود د داودخان د مشروع نظام پر مهال پاکستان ته تللي وو، د نصیرالله بابر په وینا چې د احمدشاه مسعود او حکمتیار تر منځ هغه وخت اختلاف پیدا شو ، چې مسعود له موږه و غوښتل چې میاشتینی معاش یې باید پنځوس کلدارې ور زیات کړو ، چې له حکمتیار سره برابر شي.

د رباني په نامه په ارباب روډ کې یوه کوڅه هم نومول شوې چې اوس هم شته ، د مسعود په نوم خو لا اوس هم په اسلام اباد کې بل مهم ځای نومول کېږي ، د پلار مقبره یې د پاکستان تر کنترول لاندې د پښتنو لوی ښار ؛ پېښور کې ده.

رباني د خپل نیمواکه واکمنۍ په پیل کې د د( ای ایس ای )مشر ( جنرال حمیدګل) ته بلنه ورکړه چې د افغانستان د پوځ په جوړونه ! کې د دې ستر سلاکار شي ، خو بیا هم په رسنیو کې رباني او مسعود سپینې کوترې دي او له حکمتیار څخه یې تور کارغه جوړ کړی دی.

دا خبرې د حکمتیار د تبریې لپاره نه دي او نه زه د هغه له سیاسي تکلارې سره څه لېوالتیا لرم ، خبره د واقعي پرتلنې ده چې د یوه لوښي یاران څنګه پر ددو متضادو نومونو و نومول شي!؟یو د کابل قصاب ! او بل د هېواد د اتل په تصنعي نومونو یاد شي. په جهادیانو او نا جهادیانو کې داسې نر څوک شته چې د دولتي سټېچ پر سر د دغو دواړو په باب منصفانه او عادلانه قضاوت وکړي؟؟

طالبان راغلل روس پلوه یې د روسیې پر لور ، ایران پلوه یې د ایران او نور یې پر نورو لوریو وځغلول ، د مسعود او د هغه د ډلې سر له کولابه رابهر شو ، د روسي عسکرو تر عینکو لاندې یې بیا کار پیل کړ ، هر کال روسانو تر پنځوس ملیونو ډالرو زیات ورکول ، له ایران ، هندوستان ، فرانسې او نورو ځایونو هم ورته پیسې او وسلې راتللې ، خو بیا هم دوی مجاهدین !! وو او د پردیو د یرغل مخالف.له روسانو سره یې په ګډه د طالبانو پر ضد جهاد ! کاوه او اعظم مفتي سیاف هم د دې جهاد ! برخوال و.

روس ملاتړي جهادي تنظیمونه د مرګ پر کندې ولاړ وو ، چې د بخت بېډۍ یې میره شوه ، د امریکا د غرور برجونه ونړېدل ، امریکایانو په دوو میاشتو کې په شنه زور د طالبانو رژیم ختم کړ ، امریکا له هوا څخه درانه بمونه اورول ، خو مشر مجاهد ! استاد رباني به ورته ویل چې ((نور هم غت غت واچوئ دا واله دي تاثر نه کوي )).

سیاف هم تر شرعي ږیرې لاندې د اسلامي شرعیت د تطبیق ! دا ننداره کوله ، د (سي ای اې )د مامور له خوا د ورکړل شویو ډالره اندازه یې د خپل شرعي حق په تله کې تلله او پر شونډو نرۍ موسکا تېروله.

امریکانو کابل د ناره تکبیر! په انګازو فتح کړ ، یو لښکر مجاهدین د بي دوه پنځوس تر وزرونو لاندې کابل ته داخل شول، د جهاد او مقاومت انګازې او د ډیموکراسې ترانې سر شوې ، هر چا ځان څخه مومن خان جوړ کړ ، زړې او خیرنې ږیرې یا رنګ شوې او یا هم لنډې او بونډۍ شوې ، پخوانیو اصلي مجاهدینو ته د پېغور تمبې اړم شوې ، د اسلامي حزب او طالب پلویان سور کفر وګڼل شول ، خو دوی نور ټول مجاهدین شول. یونس قانوني ، فهیم او عبدالله د همدې ډول مجاهدینو ! په استازۍ له ناټو او امریکا سره د پوځي عملیاتو داسې یو تړون لاسلیک کړ چې د هغه له مخې په پښتون مېشتو سیمو کې د هر ډول خپلسرو عملیاتو ، وژنو ، تړنو او سپکاوي واک هغوی ته ورکړل شوی و، د طالب او اسلامي حزب په نامه د پښتنو د ځپنې ، حذفونې او ډله ییزې وژنې ( جینوسایډ ) یو سستماتیک پلان جوړ او عملي شو، شل کاله د جهاد او مقاومت په نامه دا لوبه روانه وه ، وړو وړو ماشومانو او ان جنرال دوستم ته هم د جهاد د وراثت ثمر ور په برخه شو.

دا زاړه او بګلیل شوي په اصطلاخ مجامدین دومره سپین سترګي وو ، چې د امریکايي پوځیانو او الوتکو تر سیوري لاندې یې بیا هم ځان ته مجاهدین ویل. کله چې امریکایان او نور بهرنیان پر دې پوه شول چې د شر او فساد یوه کتله یې دلته واکمنه کړې او نور دا جنګ په هېڅ وجه د کنترول ، توجیه او ګټنې وړ نه دی.
نو د متبذلو ټاکنو له لارې یې د غرب پلو ټامیانو ، روسپلوه مجاهدینو او یو شمېر نورو فسادګرو یو ګډ ترکیب رامنځته کړ او دې ته یې د ((ملي وحدت ))د حکومت نوم ورکړ. د دې حکومت مشر اشرف غني بیا خپل واک ته دومره تږی و ، چې له کوم دقت او ځنډ پرته یې له امریکا سره امنیتي تړون لاسلیک کړ او له پاکستان سره یې د ډیورند پر کرښه معامله وکړه ، جنګ دوام پیدا کړ او په لکونو افغانان په کې ووژل شو. اوس جالبه سپین سترګي همدا ده چې دا یو مزخرف او مزدور ترکیب هم د استقلال شعارونه ورکوي ، دوی ځان د پاکستان او امریکا مخالفین ګڼي او هغه څوک چې هم د امریکا او هم د پاکستان واقعي مخالفین دي پر هغوی لا د پردیپالنې تورونه پورې کوي. حقیقت خو دا دی چې که د روسي عسکرو یرغل نه وای ، نو کارمل به په عمر کې هم د افغانستان د تخت مزه نه وای څکلې او که چېرې د امریکايي عسکرو یرغل نه وای ، نو حامد کرزي او اشرف غني به دا پاچاهي په خوب او خیال کې هم نه وای لیدلې او نه به هم صالح، محقق، دوستم او نور دلته داسې د پردیو شرابو پر نشې مست وای.

د امریکا تر چتر لاندې د هغوی اوسني زېږنده واکمن چې د امریکا خلاف د مصنوعي ازادۍ او خپلواکۍ خبره کوي دا د دې مانا ورکوي چې چې کارمل او ډله یې ؛ پرچمیان ووايي چې موږ مستقل وو او د شوروي مخالف هم وو ، نو که صالح ، غني او نور د امریکا خلاف چغې وهي ، نو دا یو سوچه سپین سترګي او د عوامو په اصطلاح نمک حرامي ده ، غلي کېنئ، همدا غوړې مړۍ هضم کړئ همدا مو بس دي د امریکا د مخالفت حق ښه دی که بد هغوی ته پرېږئ چې په دې مخالفت کې یې زیان لیدلی دی ، نه دا چې هم د امریکا د مرمیو په زور د واک مزې څکئ او هم د مصنوعي مخالف چغې وهئ او غواړئ راتلونکی تاریخ تېرباسئ.

زه خو کله کله وېرېږم چې کله امریکایان او نور بهرنیان له افغانستانه وځي ، پر دې وروستۍ ورځ د کابل په بني حصار ، قلاچه او ارغندې کې یو څو ډزې وکړي چې دغه دی امریکان موږ و وایستل لکه څنګه چې یې د روسانو د ایستلو امتیاز واخیست او هغوی چې تر دې دمه د امریکایانو خلاف مبارزه کړې ده ، هغوی په ډاګ پاتې شي ، دوی یو ځل بیا بل هېواد ته د راتګ بلنه ور کړي ، اوسني مخالفین بیا د ترورست او نورو تورونو په تور تورن کړي او پخوانی داستان یو ځل بیا د همدې ډول وطن پلورو او ضمیر پلورو اشخاصو له خوا تکرار شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اختر محمد

ډبره شه لیکنه وه الله دی برکت در کړی

احمدشاه

یون صایب اول حل دی چه ستاسو لیکنه پر حق ولاړه لیکنه ده
الله مو نور هم هدایت کړه له مونږه سره

Abdul HADI Sadat

Such a pretty good analysis so this was the first time that you reflected the reality

عبدالواحد اڅګزۍ

یون صاحب حقیقت دی لیکلۍ دۍ ولی دطالب په مقابل کی دی سترګی له حقیقته پټی کړی دی دطالب نوم انګریزانود(I S I)په ذریعه ایښۍ دۍ طالبانوکمونسټان دآی ایس آی په هدایت په افغانستان کی حمایه کړل چه نتجه یی داشرفغنی راتګ سوطالبانوبه شمالیوال ترپنجشیره وځغلول بیرته به آی ایس آی ځنی راپرشاکړل دافغانستان لوی دښمن انګریزدۍ دادافغانستان دخرابۍ وظیفه یی آی ایس آی ته سفارلی ده اوددوی دخواهدایت ورته کیږی اوپلانونه ورته جوړیږی ته نه وینی اسامه چیری ګرفتارسوداسامه دکړوجزاافغانان وینی داټول هدایتونه دانګریزانودی چه پاکستان دوی جوړکړۍ دۍ اودوی یی ژوندۍ ساتی پدی کښی دانګریزانولویی ګټی دی انګریزان… نور لوستل »

احمدشاه

احګزیه را ویش شه چه پخیر سره سحار شو دیره بده هوا دی جوړه کړی

Back to top button
5
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x