لیکنېنظــر

خليلزاد؛ د لوبې بدلوونکی لوبغاړی

زمریالی اباسين

اشرف غني او احتمالا عبدالله ته د امريکا د‌ بهرنيو چارو وزير بلنکېن ليک، د نوي نظام نقشه او د خليلزاد وروستي سفرونه د دې ادعا روښانه ثبوت دی چې امريکا د افغانستان د قضيې نظامي اړخ ټولول غواړي او تر دې وروسته له ډپلوماسۍ کار اخلي.

د غني دار او دستې چهارچوبونه، پلانونه او نقشې د تنزيل په حال کې دي. غني نه له زړه د‌ واک پرېښودو اراده لري او نه د سولې لپاره کومه طرحه.

دا هم د‌ خليلزاد‌ د سولې نقشې د نوي پلان په برسېره کېدو جوته شوه چې غني د امريکا د نوې ادارې سترګو ته کتل. د‌ سولې نوی روډ مپ/د لارې نقشه د‌ غني لپاره اوس دا سوژه په لاس ورکړې چې له بايللې لوبې وروسته څنګه صفر کې ضرب نشي او څنګه د وخت په تېرېدو بيا د ارګ په ماڼۍ د سیطرې موندلو لپاره خپل راتلونکي پروګرامونه پلي کړي.

همدا غني او ټيم ته يې فعلا تر ټولو منطقي انتخاب هم دی، خو که لاهم فکر کوي چې لوبه بدلولی شي بايد په لوبه پوه ملګري يې يو يو سطل اوبه د غني، صالح او سرور دانش په سرونو خالي کړي.

بل لور ته د طالبانو سياسي هسته او د دوی ملګري هم پدې پوه دي چې نه تر دې بل ښه انتخاب لري او نه هم د امريکا سرچينې د جنګ د تمويل جاغور نور دلته تسليحاتي مسير ته د ډکېدو هوډ.

بل لور ته، ټول طالبان قطر کې تر څار لاندې هستوګن هغه سياسي اسيران دي چې د‌ سولې پروسې ناکامي يې د کرښې په پای کې بيا د زاويرا زندان (ګوانتنامو) تورو تمبو ته رهبري کوي.

طالبان پدې هم پوهيږي چې که د بهرنيو مداخلو او ښکېلتياوو پرته هم جګړه انتخابوي نو له دولتي ځواکونو، شمالي ټلوالې، پړسول شويو او په وسلو سمبال شويو داخلي ملېشو او وسله والو سيالانو سره يوه بله اوږده جګړه پيلوي.‌
دوی پدې پوهيږي چې نوې لوبه کې نه پاکستان نور د‌ دوی د نظامي ملاتړ رول پر غاړه لري او نه روسيه او چين دوی جنګول غواړي.
پاکستان کې حتا اوس نظاميان د لومړي ځل لپاره وايي امارت نور نه چليږي.

هاخوا روسيې د تېرکال د‌ فبروري په اتمه امريکا سره د‌ دوحې له توافق يوه ورځ مخکې د يو رسمي توافق په چوکاټ کې خط اچولی چې امارت به نه حاکميږي.

چين د يوغور د داعشي کېدو وېره او ايران خو هسې هم داعش د حاکم اخندي نظام لپاره د زهر قاتل په توګه ويني. لنډه‌ دا چې په هېڅ يو سيمه ييز ځواک کې د امارتي سېسټم خريداران نشته او هڅه کيږي ټول د‌ داعش پر وړاندې افغانستان کې د يو بالقوه ګواښ په توګه يوازې د يوې جنګي او تخريبکارې قوې د پښو خاپونه وڅاري او دا کار د څو بعدي جګړې په‌ غبار کې ورکيږي چې دوی قطعا دا نه غواړي.

هند او برېټانيه د‌ دې لوبې تر ټولو ورانکاري اړخونه ښکاري، داسې ښکاري چې پدې پروسه کې دوی چندان ګټه نه کوي نو له همدې کبله اندېښنه شته چې دوی به څو اړخيزې لوبې ته دوام ورکوي او بيا بيا به د پروسې د ګمراه کولو په لټه کې وي.

هند د طالب په سوله ييز کېدو پاکستان کې د ټي ټي پي او بلوڅو د پړسولو فرصت بايلي او نيابت يې ځکه کم رنګی کيږي چې دلته به چارو کې د‌ دوی پلوې کړۍ ټول صلاحيت او د مخفي کړنو مسير ونلري.

برېټانيه هم چې د هندوستان-پاکستان ټکه پوکه يې د سټراټيژۍ او سياسي شطرنج هغه دوه جلا شوې، خپلو کې متخاصمې او له برېټانيې سره ملګرې سياسي مهرې دي چې که د سويلي اسيا روان ګېم بدليږي د لندن د‌ کلونو کلونو زحمتونه له مداره وځي.
برېټانيې هند او پاکستان د همدې انډول او راتلونکو لوبې د جنجالي جغرافيو په توګه اتومي کړي او شوم اهداف يې د اسيا مطلق کنټرول او برېتانيې د امپراطورۍ د راتلونکې مهم لوبغاړي دي.

واشنګټن، لکه په تېر کې چې يادونه شوې، نور نه‌ د افغانستان د جګړې د تمويل پېټی وړي شو نه له‌دوه لسيزو ازمايښتونو وروسته ورته جالب تماميږي. بايډن به هم هڅه وکړي چې افغانستان کې ډپلوماسي کې ګټونکی وي او ځواکونه وباسي.

دلته هم پر اوسنيو حاکمو او په پراخه توګه تمويل شويو او تسليح شويو کړيو او هم په طالبانو د خپلې سټراټيژيکې ملګرتيا په چوکاټ کې هغه څه ترلاسه کړي چې دا ځل يې په نرمه غاړه او سوله ايزه زمزمه کې د ترلاسه کولو ازمايښت کوي.

لوبه نوي پړاو ته داخله شوې. پدې لوبه کې خليلزاد، که په چا ښه لګيږي که بد، د لوبې اصلي لوبغاړی دی. دی ټول سياستوال او د افغانستان په قضيه کې ښکېل دولتونه او قوتونه ښه پېژني.
ده ته د ټولو روغې او ژوبلې ګوتې معلومې دي. دی ښه پوهيږي چې پدې بساط کې کومه مهره څنګه، له کوم لوري او په کومه چلوټه وښوروي.

مطلب خليزاد د لوبې اصلي بدلوونکی ښکاري او اوس چې بايډن هم د‌ دې ماموريت لپاره پرې تکيه کړې، ښکاره ده چې کافي فرصت او ملاتړ هم ورسره‌ دی او د سپينې ماڼۍ د نوي سياسي مسير اعتماد او قناعت يې هم حاصل کړی.

غني او خليلزاد د ډېرو کلماتو له بدلولو پرته په يوې مغلوبه سياسي لوبه کې ښکېل وو. که خليلزاد به يو مسير ونيو نو غني به يې مخې ته بله نغاره پيل کړه. بيا بيا ليدل شوي چې خليلزاد‌ د ضد-ضد حملې په طرحه کولو کې ماهر لوبغاړی و او بيا به هم وي، او کله بيا د خپلو ماهرانه تاکتيکونو په اډانه کې د واشنګټن د اقناع او ملاتړ له امله پر کابل د فشارونو او کله د نويو بديلو انتخابونو په وړاندې کولو سره داسې نرمه لوبه کوي چې د ده له نقشې سره ټکر کې د غني او بل هر ورانکاري لوبغاړي غشی په خاورې لګيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x