دیني، سیرت او تاریخ

نبوت انساني اړتیا ده «څوارلسمه برخه»

اسدالله رزین

موږ د یاد لامل له مخې د خپل قوم د زغم ماتونکي ناروا په بنسټ له خپل دین او وینې سره تاسې ته پناه راوړه.

نجاشي د جعفر(رض)بیان په ډیره لوړه لوستنه او کتنه لګیا کړی و او په ټول غور یې د جعغر له خولې راوتلې ملغلرې شمېرلې او څېړلې چې پایله یې په لوړې اخيستو سره داسې یاده کړه: په یوه خدای لوړه کوم چې انجیل او قران دواړه له یوې دريچې راوتلي او دواړه د یوه خدای کلام دي.

د محمد رسول الله(ص) د اکا زوی جعفر(رض) پاتې پوښتنې هم بې ځوابه پرې نه ښودې او دارنګه یې ځواب کړې.

خدای پاک موږ ته یو رسول را استولی او داسې امر راته کوي چې له یوه خدایه پرته بل هیچا ته سجده مه لګوئ او د جنتیانو په منځ کې همدغه سلام دی په کوم چې موږ تاسې درانه کړاست او موږ هم پخپلو منځو کې یو او بل په همدغه سلام سره نازوو.

عیسی د مریم زوی، د خدای بنده، رسول او کلمه ده چې مریمې ته یې القاءکړه. نجاشي چې د جعفر(رض)د ټولو ادبي اصولو په رڼا، پخپله د جعفر په ښایسته غږ کې، زړوره، اغیز شيندونکي او لوی حقیقت په اړه برملا ښکارندوینه واوریده، نو په له غریوه ډک حالت کې یې یو خلکی له ځمکې را پورته کړ او ویې ویل:

په خدای قسم کوم چې د مریم زوی(ع) دغومره و لکه څومره چې جعفر یاد کړ. نجاشي په خیالونو کې و، د ضمیر آواز یې اوریده، د فطرت د دین د ګلزار لور ته ور روان و، احساسات یې توپاني سوي وو، ډېر اغیزمن و، د خپلې بادشاهۍ ټول شان او شوکت یې له یاده وتلی و، د رښتیني بادشاه د جلال او عظمت په تصور، د محمد رسول الله(ص)د رسالت په حقیقت کې و او د نبي د یارانو د حقیقت بیان ته په هغه فصاحت او صراحت کې هک پک پاته و چې له جعفر(ض) څخه یې وپوښتل چې د نازل سوي الهي کلام کومه برخه هم درسره شته؟

جعفر(رض) ورته وویل هو، نجاشي د نبي د تره له زویه د ورسره آیتونو د تلاوت غوښتنه وکړه چې جعفر د(کهیعص) یا د مریمې د سورت یوه برخه ورته تلاوت کړه، را بلله سوې ناسته جعفر(رض) او ملګرو یې فتحه کړه.

ټولو سترګو جعفر ته ورکتل، تر جعفر بل ښه منظر نه و، د جعفر په زړه وړونکي آواز کې د الله د کلام تلاوت نجاشي هلته ورساوه چې ور روان و، نجاشي نور په خپل واک کې نه سو پاته، له سترګو یې د اوښکو د را تویدو مخه نه سوای نیولای.

نجاشي او ورسره ټولو اسقفانو یې ښې ژیرې په اوښکو پریمنځلې، نجاشي د نبي یارانو ته په حبشه کې د ډاډمنې اوسیدا او پاته کیدا فرمان صادر کړ او د قریشو استاذي یې له خپلو راوړو ډالیو سره یو ځای له حبشې وایستل.

د محمد(ص) شخصیت نور د پټ پاته کیدو نه و، هغه نور په هغه وړه سیمه کې نه ځایده. هغوی(ص) د خپل دغه لږ عمر په موده کې ډیرې پیښې ولیدې، هغوی(ص) پېښو ته د نورو په څېر نه ورکتل چې لنداره یې وکړي، بلکې هغوی(ص) له پېښو زده کول چې ترې زده یې کړل او ډیر زر د هرچا د خولې ورد سو او د قریشو او مکیانو له لوري د یوه ځانګړي شخصیت په ډول و پیژندل سو.

د ځوانانو په منځ کې په دروندوالي، استقامت او د لویانو په منځ کې په لوړ همتۍ، هوښیارۍ، ذکاوت، ښو اخلاقو، ښه سلوک، خاکسارۍ، زغم، ښې خولې او ښو خبرو کولو ونومول سو.

له هر چا سره یې مینه کوله، د هر چا د ناستې شوق او حوصله یې لرله، چاپیریال جوړول او اوسیدل یې هم زده وو، محمد(ص) ډیر ژر د هرچا له لیدو لوی او د تعجب وړ ځوان وګرځېد.

د محمد په باره کې بلکل د نظر اتفاق و چې د ټولو ښو ستاینو لرونکی ځوان دي.

محمد د هرچا په ناسته کې و، محمد د هر چا مخ ځان ته را اړولی و، چې په یاده باره کې د (خویلد) لور هم ترچا کمه نه وه او په ډیر ځيرکتيا او هوښیارۍ سره یې محمد تر خپلې کتنې او څیړنې لاندې نیولی و.

د مکې په ښځو کې د خویلد لور د جمال، کمال، ډیر مال، پاکې او شرافت له رویه په خولو کې وه.
ښه او بریالی تجارت یی درلود او زیار به یې ويسته، ترڅو د خپل ژوند په تجارتي برخه کې ډاډمن کسان ځای کړي.

د خویلد لور له وړوکوالي محمد پیژاند ځکه دواړه قریش او د نسب لړۍ یې (قصی بن کلاب)ته رسیده.

د محمد ښو اخلاقو او امانتدارۍ د خویلد لور شیبه په شیبه ځان ته ورنژدې کوله.

محمد هم نوی د ځوانۍ پسرلي ته ګام ور اخستی و او د کار ټول واکونه یې پخپل ځان کې لیدل چې د خویلد لور پخپل تجارتي ژوندانه کې هغوی ته بلنه ورکړه او محمد یې هم بلنه ومنله.

محمد او یو بل څوک د (میسره)په نامه چې د خویلد د لور غلام و دواړه په مکه او شا او خوا کې د خویلد د لور د تجارتي مالونو په پلورلو او پیرلو لګیا و، محمد او میسره د تجارت دغه ازمایښتي دوره په ډېر بري سره سرته ورسوله.

د محمد عمر چې (۲۵) کلو ته ورسید، نو د خویلد لور پریکړه وکړه چې محمد له خپل غلام میسره سره شام ته د تجارت لپاره واستوي، خو د خویلد لور د ابو طالب خوښه اخستنه اړینه و بلله.

د خویلد لور د محمد په هرڅه خبره وه او د شام په لومړني سفر کې یې د بحیرا راهب ټولې خبرې په یاد وې چې له هغه وروسته ابو طالب قطعا نه و خوښ چې محمد دې له ده جلا له مکې ووځي.

د خویلد هوښیاره لور د مکې د امین تره ته ورغله او هغه یې راضي کړ چې محمد دې له میسره سره شام ته ولاړ سي. ابو طالب هم له محمد سره سلا وکړه او محمد بیا د شام سفر ته چمتو سو.
شام ته په لاره کې قافله چې محمد او میسره هم پکې و په چولاونو او سوځونکي لمر کې مخ په وړاندې روانه وه او یو په بل پسې یې واټنونه لنډول تر څو چې شام ته ورسیده.

قافله چې کله شام ته ورسیده او محمد د یوه راهب خانقا ته نژدې تر یوې ونې لاندې کیناست چې راهب را ووت او میسره ته یې وویل دغه سړی چې تر دغې ونې لاندې ناست دی؛ څوک دي؟

میسره ورته وویل: د حرم له قریشو څخه یو دی. راهب ورته وویل چې څوک نبي نه وي هغه تر دغې ونې لاندې نه کته کیږي او نه هم کیني.

له بریالي سفره وروسته چې کله محمد او میسره بیرته مکې ته راستانه سوو میسره په دې سفر کې په خاص ډول سره د محمد په باره کې ډیر څه ولیدل او واوریدل، چې ټولو د محمد تقدس او عظمت بیاناوه.

میسره د سفر ټول حال په پوره صداقت، اخلاص او لوریدنې سره ټکي په ټکي د خویلد د لور مخې ته کیښود.

یاد سفر د محمد په باره کې د خویلد د لور مطالعه او نور غور څه چې ورته په کار و بالکل پوره کړ او د اخرې پریکړې په ټالو کې و ټالیده چې محمد ته یې په کومه لهجه ور یاده کړي.

ترڅو یې له هغوی سره د واده ویاړ په نصیب سي، د خویلد لور ډېره هوښیاره وه، نو ځکه یې له هغوی سره د واده کولو سلا او د شام په سفر کې د میسره لیدنې چې د (نسطورا) راهب په ښکارندوینو بنا وي، خپل د اکا له زوی(ورقه بن نوفل) سره چې د تورات او انجیل عالم و شریکې کړي.

د اکا زوی یې بې ځنډه ورته وویل چې دا ټولې د نبي آخر زمان د ظهور نښې او دلائل دي او همدغه د موعود نبي د ظهور وخت هم دي، د یادو نښو په استناد د موعود نبي له شانه سره وړ انسان محمد دی.                                                                   مقدر خپله پریکړه لا ډیره مخکې کړې وه چې د (۲۵)کلن محمد او(۴۰) کلنې د خویلد د لور تر منځ به واده کیږي.

یاده پریکړه پخپل ټاکلي وخت عملي او د محمد او بي بي خدیجة الکبری تر منځ د واده دا رنګه مراسم ترسره شول چې ټوله مکه ورته ګوته په غاښ او قریشو یې نه ساری لیدلی او نه اوریدلی وو.

محمد د ازدواجي او رواجي ژوند په تر ټولو ښو شرائطو کې اوسیده. د هیڅ ډول کمي تشویش یې نه و، مکیانو په ډیره ښه سترګه ورته کتل، خو د دوی له خواشینۍ به هیڅ هم نه کمیده.

ډیر به په فکر کې و چې څرنګه به د جهالت په لومو کې تپ قوم له دې بد بختیو را وباسي او په اخلاقي او معنوي خوش بختیو به یې ښاد او او اباد وویني.

محمد به د همدغه اړین بدلون له مخه تل ستړی او خواشینی و، د ګومارل سوي وحشت او دهشت د لیدو زغم یې نه درلود او هره شېبه به یې د حل په لټه کې ځوریده او د ژوندون له ورته پریمانه نعمتو یې خوند نه سوای اخستلای.
کله کله خو به د تشویش کچه دومره لوړه سوه چې دښتو او غرو ته به یې پناه ور وړه او د حل په خیالو کې به لاهو و.

دغه حالت اوږد سو ان تردې چې خبره د(حراء) د غره په لوړه څوکه کې ترغاره پورې و رسیده او هغوی(ص)به په ځانګړې ډول سره د روژې په میاشت کې هلته معتکف کیده چې که یې د ورکې د پیدا کیدو آرمان وخوت.

داسې ښکاریده چې غره هم نازاوه او هیڅ یې هم نه ترې سپمول، د هیلو د څرک په لاره کې یې مرسته ورسره کوله او هغه لوري ته یې په هرکلي بدرګه کاوه چیرته چې یې آرمانونو ته لاس ور رسیدای سوای او که سړی له انسانیته سره د محمد(ص) د بې سارې مینې تاریخ ته ور وګوري، نو بیا کیدای سي چې انسان داسې هم ووايي چې محمد(ص) انسان ته د خپلو انساني ارزښتونو د ور خپلولو لپاره د حراء د غرۀ په غار کې نوها نیولې وه.

انسان نور مستحق و چې د خپل ناجي د نجات ورکونکو آسماني لارښوونو په رڼآ کې د جهل او کفر له تیارو را ووځي او د انسانیت په آرام سرای کې د آرام سا وکاږي.
د کرکې او نفرت ټول دیوالونه چې انسان یې له انسانه بیل کړی او یو د بل وینو ته یې کینولي وو ګډ او د مینې په غیږ کې سره و اوسي، د ظلم ټول ډولونه چې د همدغې تیارې دورې امانتونه دي د عدل تر نظام جار شي او دا چې انسانیت د همدغه جاهل دور په پایله کې تر پوښتنې لاندې راغلی او اصالت یی په خطر کې لویدلی اعاده، د وحيې د نظام په پلوشو کې بیرته را ژوندی او د اشرف المخلوقات لوړ مقام ته ورسیږي.

د همدغې نیکمرغې د راتلو لپاره نه یواځې انسان بلکې ټول کائنات په هوس کې او سترګې په لاره ؤ.چې د (حراء) د بختور غر د لوړې څوکې په له برمه ډک غار کې په محمد(ص)د آخري او کامل پیغام د نزول انتظامات مکمل او رحمت للعلمین ته اجازه وسوه چې د الهي پیغام د ممثل په حیث پیغام رسول پیل، تیارې رڼا، بت کدې، دهشت کدې، وحشت کدې، جهل کدې، طاغوت کدې، سردار کدې، ابوجهل کدې او د قیامت تر قیامه پوري د هرفرعون کدې که د هر بدماش لکه بوش، اوباما، ټوني بلیر، ټرمپ او جوبایډن په بڼه کې وي؛ونړوي.

حالات پخپل طبعي څرنګوالي کې جوړیدل او ښایسته کیدل، په انتظاماتو کې محسوس لاسونه نه ښکاریدل، د ټولو سترګو لید لوری یو، د هیلو مرکز هم یو او ظاهرا نوموړی غر و.

د رحمت د نزول مهال شیبه په شیبه را لنډیده، د کامل پیغام او پیغامبر تصور نور تصور نه بلکې د یوه ښکاره حقیقت په څیر د ځلیدو په شیبو کې و، ترڅو یی محکوم، ځوریدلی، سوځیدلی او له انسانیته شړل سوی انسان د یو موخن موجود په بڼه کې د یوه خدای د حاکمیت تر نظريې لاندې د ابادولو هلې ځلې پیل کړي.

د کائناتو خالق نور د محمد رسول الله(ص)په غرو او رغو سر حالت ته د پای ټکی کیښود او په هغه څه یې ونازاوه چې غوښتل یې.

کما ثبت في صحیح مسلم عن ابي قتاده ان رسول(ص) سئل عن صوم یوم الاثنین فقال: ذاک یوم ولدت فیه، ویوم انزل علی فیه. وعن ابن عباس و جابر انه ولد علیه السلام في الثاني عشر من ربیع الاول یوم اثنین وفیه بعث وفیه عرج به الی السماء والمشهور انه بعث(ع) في شهر رمضان.

د رمضان د میاشتې په (۲۴)چې د دوشنبې ورځ وه محمد(ص) د حراء په غره کې مبعوث سو او یا دا چې غر د وحیی په وړانګو منور او قرآنکریم آخري او کامل الهي پیغام چې موضوع یې انسان و په کامل پیغمبر حضرت محمد(ص)نازلیدل پیل او په ټولو وړاندوینو یې چې د محمد(ص) په هکله په ځانګړي ډول په تورات او انجیل کې سوې وې د تصدیق ټاپه ولګوله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x