
غزني کې د دهیک ولسوالۍ امنیه قومندان وژل شوی
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۹ کب، ۱۳۹۹ل): سیمه ییز چارواکي په یوې بمي چاودنه کې د غزني ولایت د دهیک لسوالۍ کې د امنیه قومندان د وژلو خبر ورکوي.
سیمه ییز چارواکي وايي، د دهیک ولسوالۍ امنیه قومندان عبدالرحمن فاتح تیره شپه ناوخته ددې ولسوالۍ په «تاسنګ» سیمه کې په داسې مهال وژل شوی چې د طالبانو پرضد د عملیاتو لپاره روان ؤ.
د برید مسئولیت طالبانو منلی او زیاتوي چې له قومندان عبدالرحمن سره په دغه چاودنه کې ۴ تنه پولیس وژل شوي او ۳ نور ټپیان دي.
دا په روان کې د دهیک ولسوالۍ درېیم امنیه قومندان دی چې وژل کیږي.
تردې وړاندې د روان کال چنګاښ میاشتې په ۱۷ نیټه هم د دهیک ولسوالۍ امنیه قومندان حبیب الله په بمي چاودنه کې خپل ژوند بایللی ؤ.