افغانستان

سروې: ۶۵ سلنه افغانان په راتلونکي نظام کې د طالبانو حاکمیت غواړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۹ کب، ۱۳۹۹ل): په افغانستان کې یوه تازه سروې څرګندوي، چې ۶۵ سلنه افغانان په راتلونکي نظام کې د طالبانو حاکمیت غواړي.

دا مطلب د ایشیا فاونډیشن لخوا په ۲۰۲۰م کال کې د افغانستان په اړه ترسره شوې سروې په هکله راپور کې څرګند شوی دی.

دغه راپور چې په ۱۳۲ مخونو کې خپور شوی، په ترڅ کې یې داسې راغلي: «65.8 %  افغانان د طالبانو سره حتی د یوې داسي سولې ملاتړ هم کوي چې طالبان په آينده نظام کيې حاکم موقف ولري؛ خو 34.2 % افغانان یې مخالفت کوي.»

دا په داسې حال کې ده چې د کابل حکومت مشر اشرف غني او ملي پخلاینې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن وروستي لیک په کور دننه او بهر د خلکو او سیاسیونو ترمنځ د بحث په ګرمې موضوع بدله شوې ده او څارونکي په دې نظر دي چې سپینه ماڼۍ نور د کابل حکومت د «جګړه خوښو» مشرانو د زغم توان نه لري، ځکه یې داسې توند لیک ورته را استولی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ډاکټر احرار

الحمد لله ډیر امید شته چې اولس مو الله تعالی په یو سپیځلی نظام ونازوې

طوطی

تاسی په ریښتیا چی ا# یاست. بیا نو ولی له انتخاباتو څخه ویره لری؟

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx