ځانګړي راپورونه

د انټوني بلينکن «امرانه» ليک ته د کابل حکومت د چارواکو ضد او نقیض غبرګونونه

نن ټکی اسیا ( سه شنبه، ۱۹ کب، ۱۳۹۹ل): د امريکا د بهرنيو چارو وزیر انټوني بلينکن تېره اونۍ د کابل حکومت مشر اشرف غني او د ملي پخلاينې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله ته د سولې روان بهير چټکتيا په اړه ليکونه رالېږلي وو.

د اشرف غني لومړي مرستيال امرالله صالح تېره ورځ وويل، چې دوی د دې ليک په اړه اندېښنه نه لري او نه به يې هم په دريځ کې بدلون راشي.

انټوني بلينکن اشرف غني او عبدالله ته په ياد کې ټينګار کړی ؤ، چې د سولې بهير د چټکتيا لپاره کار وکړي او د افغان سولې لپاره د امريکا د ځانګړي استازي زلمي خليلزاد دريځ ته مثبت ځواب ووايي.

خو امرالله صالح تېره ورځ د مارشال قسيم فهيم د اووم تلين په مناسبت جوړې شوې غونډې ته د انټوني بلينکن ليک «امرانه» بللی او زياته يې کړه، چې حکومت به د ۳۵ ميليونه افغانانو په برخليک معامله ونه کړي او هغه سوله به ونه مني، چې د امر په ډول وي.

د حزب وحدت ګوند مشر او په سياسي او امنيتي چارو کې د اشرف غني سلاکار محمد محقق هم د امريکا د بهرنيو چارو وزير ليک «امرانه» بللی دی.

محقق

محقق ويلي، چې امريکا په دې ډول بې پروا طرحې غواړي، په افغانستان کې خپل ماموريت پای ته ورسوي او خپل عسکر له افغانستانه وباسي.

خو د پخلاينې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله په نسبتا نرمه ژبه د بلينکن ليک ته غبرګون ښوولی او ويلي يې دي، چې د سولې روان بهير په اړه بېړه نه کوي او د هر چا په پرتله افغانان په خپله د سولې بهير د برخليک په اړه پرېکړه کولی شي.

ښاغلي عبدالله زياته کړه، چې بهرنيان په ټولې نړۍ کې شته، ښه او بد لري او اغېز يې هم شته، خو د بهرنيانو سربېره بايد خپل داخلي افراط او تفريط ته هم نظر وکړو، چې موږ څه ډول نظر درلود.
نوموړي دا هم ويلي، چې د امريکا له نوې طرحې بايد وېره ونه شي او په دې اړه له ټولو سياسي مشرانو سره تر سلا مشورو وروسته پرېکړه وشي.

خو د بهرنيو چارو وزير حنيف اتمر بيا د صالح د دريځ پر خلاف د امريکا د بهرنيو چارو وزير انټوني بلينکن د ليک بنسټيز ټکي د افغانانو له ملي ګټو سره برابر بللي دي.

اتمر منلې، چې د امريکا نوې طرحه د کابل حکومت ته رسېدلې او زياته کړې يې ده، چې د دې ليک اساسي ټکي د خلکو له ملي ګټو سره برابر دي او د دې طرحې پر ټولو اړخونو مفصلې سلامشورې روانې دي او حکومت به خپله پرېکړه وروسته اعلان کړي.

نوموړي وويل، چې خلک دې اندېښنه نه کوي او په دې اړه به د حکومتي چارواکو سربېره سياسي مشرانو سره سلامشوره کيږي او وروسته به يې په اړه پرېکړه کيږي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير په ليک کې څه راغلي؟

د افغانستان سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد تېره اونۍ کابل ته د خپل سفر پر مهال د امريکا د بهرنيو چارو وزير انټوني بلينکن ليک اشرف غني او عبدالله عبدالله ته سپارلی دی.

په دغه ليک کې راغلي، چې د بايډن اداره د امريکا او طالبانو تر منځ د شوې هوکړې ارزونه نهايي کوي او ښايي تر راتلونکې مې مياشتې د ټولو پوځيانو د ويستلو پرېکړه وکړي.

د ليک په يوه برخه کې راغلي:«زه غواړم روښانه کړم، چې د نورو انتخابونو تر‌څنګ امریکا له افغانستانه د می مياشت تر پایه د خپلو عسکرو په ایستلو غور کوي. که امریکا د خپلو ځواکونو تر ایستلو وروسته خپلې مالي‌ مرستې ستاسو له عسکرو سره روانې هم وساتي؛ خو زه اندېښنه لرم، چې د بهرنیو عسکرو تر وتلو وروسته به امنیتي‌ وضعیت خراب شي‌ او طالبان ښایي لاسته راړونې په اوبو لاهو کړي، دا وضاحت مې له دې امله وکړ، چې زما په لیک کې د وړاندیز شویو مواردو په اړه د بیړني‌ کار په اړتیا پوه شې.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دې تر څنګ د ملګرو ملتونو په مشرۍ په ترکیه کې د یوې ناستې وړاندیز هم کړی چې د طالبانو او «جمهوریت استازي» به پکې برخه لري.

خو د کابل حکومت چارواکو د امريکا د بهرنيو چارو وزير ليک ته ضد او نقيض غبرګونونه ښودلي او ښايي دا ډول ويشل شوي فکرونه د مذاکراتو پر میز د طالبانو په وړاندې د کابل حکومت متزلزل دریځ لا کمزوری کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالمالک همت

اصلي خبره دا ده چي جوبايډن او ډلي يې له واکه د ليري والي په حالت کي بل ډول فکر کاوه، خو د قدرت د اخيستلو پرمهال چي کله د ګران افغانستان په اړه د واقعيتونو سره مخامخ سول او د اصيلو افغانانو سره يې د زور وهلو په اړه ايمان تر ګېډه سو، نواوس چي هر څه فکر وهي په انتخابونو کي له افغانستان څخه د کو… کښل ښه او پر ځای انتخاب ورته معلوم سوی دی. ښه اوس نو په دې مريانو څه وکړي؟ پخوا چي به مريان له کاره ولوېدل د خاوند د غاړي به سول، نه… نور لوستل »

غوربندي

حقیقت مو لیکلی عزتمند همت صاحب

رب تعالی دې اوږد عمر درکړي،،، آمین

د مریانو په اړه یې طالبانو ته عذرونه کړي چې که تاسو یې د بین الافغانی ډیالوګ تر نامه لاندې ریسایکل کړی،،، که څه ترې ووتل ښه کنه ایسته به یې غورځوی،،، اوس چې مریان له مذاکراتو تېښته او ناغیړي کوي نو سبب یې دا دی چې ددې بې ایمانو په دې ایمان دی چې په بین الافغانی ریسایکلنګ کې د طالبانو له ترېشرو سلامت نشي وتلای.

طوطی

سلامونه: عبدالله عبدالله خوب وینی فکر کوی چی هغه به د انتقالی دورې ریس شی او ممکن چی څه به یی تر غوږ هم ورسیدلی وی. بل خوب لیدونکی خو کرزی دی خو له دوی دواړو هر یو یی د انتقالی دورې ریس شی طالبان به ورسره مخالفت ونکوی ځکه چی د دوی په راتګ سره غنی بابا له منځه ځی چی د پاکستان او ایران یواځنی غوښتنه ده. امریکایان خو به ولی خوشحاله نوی، طالبان سیاسی کیږی او د یوې دیموکراتیکه حکومت برخه ګرځی. وای د بیوزله ملت په سر چی څوک ور څخه ټپوس هم نکوی څه رسه… نور لوستل »

دوکتور غروال

دا مجاهدین دی دوی د شورویانو او د شورویانو غلامانو په ملاتړ کابل ته داخل شول ، دوی کابل او نورو ښارونو کښی د ملت وینی توئی کړی دی ، کابل ئی ویجاړ او د کابل اوسیدونکی ئی چور کړل او میرمنی بی عزته کړۍ شوی نو دداسی صادقو مجاهدینو احترام په هر افغان فرض دی ، ایا همداسی ندی ؟؟؟

الحاج استاذ بیانزی

سره د دی چه امریکایانو زمونږ هیواد اشغال کړی او د روسانو په شان یی زمونږ په میلونو افغانان په شهادت ورسول او رسوی او او ،،،،، او ترمپ هم تر اخری کچی وحشت کار واخست د مور بمه پوری یی وغورځول . مګر یو کار می د ترمپ ډیر خوښ شو چه دغنی دغلامی علنی بڼه یی نړیوالو او هیوادوالو ته په باګرام کی ور په ګوته او ورپه ډاګه کړه چه غلام غنی ورته د ارګ او نړیوال هوایی ډګر په ځای د امریکایانو هدی باګرام ته ورغی. هغه یی هم خیر له خبرو کولو وروسته یی د… نور لوستل »

Back to top button
5
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x