افغانستانسولې اړوند خبرونه

د یوناما مشره دمذاکراتو له‌ ښکېلو اړخونو سره د سولې په راتلونکو ګامونو غږېږي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۹ کب، ۱۳۹۹ل): په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر «یوناما» مشره «دیبورا لینز» قطر ته تللې، تر څو د کابل مذاکراتي‌ ټيم او طالبانو له استازو سره وویني او د افغان سولې د راتلونکو اقداماتو په اړه ورسره وغږېږي.

د یوناما له دفتره په خپاره شوي لیک کې راغلي‌، چې دیبورا لینز نن دوحې ته رسېدلې او هلته به له افغان لورو او نړیوالو متحدینو سره د افغان سولې پروسې په راتلونکو ګامونو وغږېږي‌ او په دې اړه چې ملګري ملتونه څه ډول له سولې پروسې ښه ملاتړ کولای شي؛ خپل نظریات تبادله کړي.

دغه لیدنه داسې مهال ده، چې امریکا په دوحه کې د مذاکراتي بن بست د ماتولو په موخه د انتقالي حکومت یوه نوې طرحه وړاندیز کړې، چې په اساس یې باید د طالبانو او غني تر منځ ګډ مؤقت حکومت جوړ شي‌ او مذاکراتي ټيمونه په سولې پروسه کې له بیړي کار واخلي.

د یادې طرحې تر څنګ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر‌«انتوني‌ بلنکن»‌ د اشرف غني او عبدالله په ادرس یو لیک هم لېږلی، چې د سولې پروسې د چټکتیا وړاندیز پکې شوی او واضح کړل شوې، چې امریکا د می په میاشت کې د خپلو ټولو عسکرو په ایستلو غور کوي او که دا کار وشي، افغانستان کې ښایي‌ د امریکا مالي مرستې بې‌ ګټې وي او امنیتي‌ وضعیت خراب شي.

په یاد لیک کې ویل شوي، چې ملګري‌ ملتونه به د افغان سولې په پروسه کې خپل رول لوبوي او د روسیې، ایران، پاکستان، چین او هند هیوادونه به قانع کوي، تر څو د سولې له پروسې ملاتړ وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x