نظــر

شاهي کوټ او اناکونډه (ښامار)

ملا شبیراحمد عثماني

نړیوال کفري صلیبي لښکر د ۲۰۰۱ میلادي کال د اکتوبر په اوومه د اسلام او مسلمانانو په سنګر (افغانستان) پوځی یرغل کړی و. داړې او لاسونه یې د مظلومو افغانانو په وینو سره وو، ځمکه د طاغوت لښکرو او فضا د دجال د بي ۵۲ په شمول لسګونه قسم اور غورځوونکو الوتکو نیولې وه.

د کفر سردمدارانو د غرور شور ټوله نړۍ جاګیر کړې وه، ټولو اسلامي او غیر اسلامي هیوادونو او نظامونو د بګیلانو په څیر غوږونه کوړک نیولي و.

زمونږ په غیرتي جهاد پال هیواد کې د کړوم او خاکریز کلي د انسانانو او څارویو سره یوځای B52 پربل مخ اړولي وه، ډلې ډلې ځوانان پخپلو وینو کې لت پت، ټوټې ټوټې لحدونو ته سپارل کیدل.

د ۲۱ پیړۍ ستر جهادي سالار الحاج مولوي جلال الدین حقانی د وجود پرهرونه لا داغ و چې شاهي کوټ د نږدې ټولې کفري نړۍ د متجاوز لښکر په وړاندې یوځل بیا د جهاد او مقابلې په یو ستر سنګر بدل شو.

دلته د افغانستان د یو بل ستر جهادي رهبر شهید مولوي نصرالله منصور (نورالله مرقده) د زړه ټوټه مولو سیف الرحمن منصور د شاهي کوټ د غازیانو قومانده پرغاړه واخیسته.

د صلیبي یرغلګر پوځ د خپلو افغاني غلامانو په ملتیا د اناکونډه (ښامار) په نوم د ځمکې او فضا له لارې پر شاهیکوټ هجوم ورووړ.

د شمال ټلوالې لنډغرو د امریکایي صلیبي متجاز لښکر د ځمکني پوځ دنده پرغاړه اخیستې وه شاهي کوټ ته هم د دې منافقینو او لنډغرو لښکر د قوماندان حیدر په مشرۍ راووت.

مولوي سیف الرحمن منصور د خپلو سرسپارلو مجاهدینو په شمول د یو کوچني ډلګي په شکل د یو لوی مجهز متجاوز صلیبي لښکر په وړاندې په قوي عزم او ایمان د الله اکبر په ملکوتي چیغه د غزا میدان ګرم کړ.

د اسلام غازیانو پر کافر دښمن تندریز بریدونه کول، د الله سبحانه وتعالی په مرسته متیقن ځوان د نړۍ د ستر کفري ځواک په وړاندې لکه فولادي غرونه ولاړ او له مرګه بې پروا وو.

د لویې پکتیا او شاوخوا ولایتونو خلکو د دې سترې تاریخي غزا میدان ته کتل.

د اسلام پردښمنانو بې وخته اختر و خو د واقعي مسلمانانو پرکورونو کې د لویو او وړو ښځو او نرو پرګریوانونو اوښکو قطارونه جوړ کړي و یوازې د الله سبحانه درګاره ته یې د مرستې غوښتنې لاسونه لپه کړي ولاړ و د خپلو اتلانو د بریا او سوبې غوښتونکي و.

د صلیبي متجاوز لښکر ښامار څو اونۍ پر دې کوچنۍ ډلې بریدونه وکړل خو غاښونه یې پڅ شول.

د امریکا جنګ غوښتونکی مشر ولسمشر جورج ډبلیو بوش خپل لښکر ته د ترموبیریک (واړه اتومي بمونو) غورځولو امر وکړ.

د غازیانو تاریخي اتلوال مقاومت یرغلګر دښمن دومره وارخطا کړی و چې B52 جنګی طیارو له شل زره لوړې ارتفاع څخه لسګونه ترموبیریک بمونه غورځارول خو د شاهي کوټ پرځمکه یې خپل وژل شوي عسکر نشوای خوندي کولای.

په دې تاریخي غزا کې د اسلامي امت یو ستر اتل سپاه سالار مولوي سیف الرحمن منصور د یو شمیر مجاهدینو سره یوځای د شهادت جام پر سر واړاوه خو مجاهدینو ته یې همیشنی مورال و بخښه او د جهاد سنګر یې د تل لپاره تود وساته کنه مجاهدینو به دوه لسیزې د نړیوال کفري متجاوز ځواک او د هغوی د غلامانو په وړاندې د جهاد بیرغ هسک نه وای ساتلی.

همدا د هغو بریاوو تسلسل و چې صلیبي دجالي لښکر یې په افغانستان کې په ګونډو کړ.

د هغه ښامار غاښونه وایستل شول چې د قهرجنې مستۍ زګونه یې له خولې بادیدل او په نړۍ کې یې هیڅوک په وړاندې نشول دریدلی.
هغه برج نسکور شو چې د غرور سر یې په ټول نړۍ کې هسک و.

هغه ټکنالوژي ناکامه شوه چې د ایمان په مقابل کې د بریا بابولالې غږولې.
هغه لښکر مات شو چې په اورونو او سمندرونو به ورګډیده.

شهید مولوي سیف الرحمن منصور د د اسلامي امت او افغانستان ریښتینی اتل دی.

شاهي کوټ زمونږ د جهاد بریالی سنګر.
پای

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x