افغانستان

امريکا: د  ځواکونو ويستلو سربېره د افغانستان قضيې په ټولو انتخابونو غور کوو

نن ټکی اسیا ( سه شنبه، ۱۹ کب، ۱۳۹۹ل): د امریکا د بهرنيو چارو وزارت وياند نيډ پرايس ويلي، د افغانستان قضيې په اړه په ټولو انتخابونو کار کوي، خو تر اوسه وروستۍ پرېکړې ته نه دي رسېدلي.

نوموړي دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې تېره اونۍ د امريکا متحده ايالتونو د بهرنيو چارو وزير انټوني بلينکن د کابل حکومت مشر اشرف غني ته په يوه ليک کې خبرداری ورکړی و، چې واشنګټن د مې مياشت له لومړۍ نېټې د ټولو امريکايي ځواکونو د ويستلو سربېره په ټولو لارو چارو غور کوي.

د امریکا د بهرنيو چارو وزارت وياند نيډ پرايس

په دغه ليک کې له اشرف غني غوښتل شوي وو، چې د سولې بهير چټکتيا په موخه د امريکا د ځانګړي استازي زلمي خليلزاد دريځ ته مثبت ځواب ووايي او که داسې ونه کړي، نو د طالبانو پر وړاندې جګړې ته به يوازې پاتې شي.

امريکايي رسنۍ وايي، د ياد ليک په اړه يې د بهرنيو چارو وزارت له مطبوعاتي مسؤولينو پوښتنه کړې، خو هغوی ورته ويلي، چې بهرنيو مشرانو ته د لېږل شوو ليکونو په اړه دوی تبصره نه شي کولی.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند وايي: «موږ تر اوسه په افغانستان کې د خپلو پوځيانو د پاتې کولو پرېکړه نه ده کړې، خو ټول اړوند انتخابونه تر غور لاندې دي.»

تر دې وړاندې د امريکا دفاع وزارت «پنټاګون» وياند هم ويلي و، چې ولسمشر بايډن تر اوسه د امريکا او طالبانو تر منځ د شوې هوکړې ارزونه نه ده بشپړه کړې او تر څو، چې دا ارزونه نه وي نهايي شوي، تر هغو په افغانستان کې د خپلو عسکرو د راتلونکي په اړه پرېکړه نه شو کولی.

د پنټاګون وياند جان کربي

د پنټاګون وياند جان کربي تېره ورځ رسنيو ته وويل، چې د ځواکونو ويستلو په اړه تر اوسه وروستۍ پرېکړه نه ده شوې.

د جان کربي په وينا دوی له ډېر وخته په دې باور دي، چې د افغانستان جګړه يوازې له سياسي لارې حل کېدای شي.

د کابل حکومت د پخلاينې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله تېره ورځ يوې غونډې ته د وينا پر مهال منلې، چې د امريکا د بهرنيو چارو وزير انټوني بلينکن د سولې بهیر د چټکتيا په اړه ولسمشر غني او ده ته ليک ليږلی دی.

عبدالله عبدالله ويلي، د سولې په اړه د امريکا له طرحې وېره نه ده په کار او بايد د سولې بهير د چټکيا په اړه د بهرني اړخ سربېره په داخلي اړخونو هم فکر وشي، خو د اشرف غني لومړي مرستيال امرالله صالح بیا نوموړي ليک ته توند غبرګون ښوولی او دا طرحه يې «امرانه» بللې وه.

امرالله صالح ويلي، له طالبانو سره سوله کول د امريکا حق دی، خو امرانه سوله دوی ته د منلو وړ نه ده.

د صالح د دريځ بالعکس د کابل حکومت د بهرنيو چارو وزير حنیف اتمر بيا ويلي، چې د انټوني بلينکن د ليک اساسي ټکي د افغانانو د ملي ګټو سره برابر دي او غوښتنه يې کړې، چې خلک بايد له دې ليکه وېره ونه لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx