افغانستانسولې اړوند خبرونه

دوستم له غني او قیصاري سره د هیواد د امنیتي وضعیت په اړه غږېدلی

نن ټکی اسیا ( سه شنبه، ۱۹ کب، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت مارشال او د جنبش ګوند رییس «جنرال دوستم» له ارګ مشر «اشرف غني» او د نامسئوله وسله والو له قومندان «نظام الدین قیصاري» سره لیدلي دي او د سولې او اړوندو موضوعاتو په اړه ورسره غږېدلی.

د مشرانو جرګې سناتوره او د دوستم لور «راحله دوستم» وایي، په دې لیدنه کې دواړو لورو د سولې پروسې او د هیواد د امنیتي وضعیت په اړه ورسره خبرې کړې دي.

ورته مهال نظام الدین قیصاري بیا پر خپله فسبوک پاڼه لیکلي، چې په دې لیدنه کې يې کابل ته د دوستم له راتګ هرکلی کړی او د یووالي او انسجام پر اړتیا یې خبرې کړې دي.

دوستم چې د بشري حقونو د نقض او د جوزجان پر پخواني وکیل «ایشچي» باندې د جنسي تېري تور هم ورباندې دی، له پنځو کلونو وروسته کابل ته راغلی او دا لومړی ځل دی چې له اشرف غني سره ویني.

دغه لیدنې داسې مهال دي، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د لاسلیک شوي توافق په اساس په هیواد کې د بهرنیو ځواکونو شمېر تر ټولو ټيټي کچې ته را رسېدلی او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر «انتوني بلینکن» د کابل حکومت مشر «اشرف غني» او د پخلاینې عالي شورا رییس «عبدالله عبدالله» ته په یوه لیک کې لیکلي، چې امریکا ښایي د می میاشتې په پیل کې خپل عسکر له افغانستانه وباسي.

د کابل حکومت چارواکي وایي، په راتلونکي پسرلي کې له طالبانو سره جګړې ته چمتو دي او کولای شي، هغوی وځپي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

خلاصه یی کړی، داسی عنوان ورکړی دی متن ته جی: غنی صیب د لندغری په لور. که نور څه ونشی نو په شمال کی یو څو ورځی جدا حکومت جوړ کړی.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx