افغانستانسولې اړوند خبرونه

روسیې طالبانو ته د مسکو په ناسته کې د ګډون بلنه ورکړې

نن ټکی اسیا ( سه شنبه، ۱۹ کب، ۱۳۹۹ل): طالبان وایي، د افغان سولې په تړاو په مسکو کې جوړېدونکې ناسته کې د ګډون بلنه ورکړل شوې.

الجزیره د طالبانو د سیاسي دفتر د ویاند له قوله ویلي، چې د روسیې په پلازمېنه کې روانه میاشت د افغان سولې په تړاو ناسته جوړېږي، چې طالبانو ته هم پکې د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.

طالبانو که څه هم د ناستې په تړاو نور جزئيات نه دي ورکړي؛ خو د پخلاینې عالي شورا وایي، د روانې میلادي میاشتې په اتلسمه نېټه په روسیه کې د افغانستان د سولې پروسې په تړاو ناسته رابلل کېږي، چې د کابل حکومت رهبري، سیاسي مشران، امریکا او د سیمې یو شمېر هیوادونه ورته بلل شوي دي.

د پخلاینې عالي شورا د ویاند له قوله، یاده شورا په دې اړه بحثونه کوي، چې په دې ناستو کې ګډون  وکړي که نه.

دغه ناسته داسې مهال رابلل کېږي، چې په دوحه کې د افغان سولې په تړاو روانې خبرې له بن بست سره مخ شوې ښکاري او د میاشتو په تېرېدو لا هم پکې د پام وړ پرمختګ نه دی شوی.

بل لور ته واشنګټن په دوحه کې د طالبانو او امریکا تر منځ د لاسلیک شوي تړون د بیا ځلې ارزولو خبر ورکوي او داسې ګنګوسې شته چې ښایي امریکا د یاد تړون خلاف خپل عسکر تر می میاشتې وروسته هم په افغانستان کې پرېږدي.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي «ضمیر کابلوف» تر دې وړاندې امریکا تورنه کړې وه، چې له طالبانو سره کړې هوکړه په سم ډول نه عملي کوي او په افغانستان کې د خپل پوځي حضور د دوام لپاره بهانې لټوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx