افغانستانسولې اړوند خبرونه

پخلاینې عالي شورا د افغان سولې په تړاو د امریکا تازه طرحه ارزوي

نن ټکی اسیا ( سه شنبه، ۱۹ کب، ۱۳۹۹ل): داسې مهال چې د کابل حکومت دویم مرستیال په څرګندو ټکو د افغانستان د سولې په برخه کې د واشنګټن وړاندیز شوې طرحه په کلکه رد کړې ده؛ د پخلاینې عالي شورا وایي، د یادې طرحې د ارزولو لپاره ناسته جوړوي.

د پخلاینې عالي شورا ویاند «فریدون خوځون» رسنیو ته ویلي، چې روانه اوونۍ د یادې شورا رهبري کمېټه د افغان سولې په تړاو ناسته رابولي او د امریکا وړاندیز  کړې طرحه له سیاسیونو سره شریکوي او په اړه یې عامه نظریات راټولوي. په دې اړه که کومه پرېکړه وشي، وروسته به اعلان شي.»

دغه طرحه چې د طالبانو او اشرف غني تر منځ د لنډمهالي مشارکتي  حکومت وړاندیز پکې شوي، پکې ویل شوي، چې د سولې په دوره کې به هیڅ ډول ټاکنې نه کېږي او کله چې د مؤقت حکومت وخت پای ته ورسېږي؛ نو ټولو لورو ته منلی نړیوال بنسټ به راځي او په افغانستان کې به له ټاکنو څارنه کوي.

د کابل حکومت لومړي مرستیال او اشرف غني ته نږدې چارواکو د امریکا له دې طرحې سره ټینګ مخالفت ښکاره کړی او د یادې طرحې په اساس تامین شوې سوله یې تسلیمي بللې ده.

بل لور ته د بهرنیو چارو وزارت او پخلاینې عالي شورا بیا د امریکا طرحه د بحث وړ بولي  او په  دې تړاو د ارزونو له پیل کېدو خبر ورکوي.

د پخلاینې عالي شورا غړی سید اسحاق ګیلاني وایي «دا هر څه له طالبانو سره فیصله شوي دي. دغه چې د ټاکنو ترسره کېدلو چیغې وهي، تر ارغندۍ پورې نشي تلای، ټاکنې دا ډول نه کېږي، ارامه فضاء غواړي، مؤقت حکومت یا بل هر څه چې یې بولی، زمینه باید ورته برابره شي.»

بل لور ته طالبانو که څه هم تر  دې  دمه  د امریکا د تازه طرحې  په تړاو غبرګون نه دی ښودلی؛ خو تر  دې وړاندې یې مؤقت حکومت رد کړی وو او ټینګار یې  کړی وو، چې  دا ډول حکومتونه د افغانانو ستونزې نشي هوارولی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طاهر ثابت

طالبان باید خپل دریځ واضح کړی. هغه خبری چه ویل کیږی دوی نغواړی ددی حکومت غړی سی دخواشینی خبره به وی. خدای دی وکړی طالبان په لوی لاس دخپل جهاد او مبارزی ثمر په لوی لاس ونه بایلی.

طوطی

طالبان چی وایی ۶۵ فیصده خلک د طالبانو طرفداری کوی بیا نو باید چی دا طرح ومنی او د انتخاباتو له لارې دی قدرت تر لاسه کړی. دی سره به پنجاب هم خوشحال شی او د غربیان هم ځکه چی طالبن به د یوه دیموکراتیک حکومت برخه وګرځی. ایران خو به بالکل اتڼونه کوی ځکه چی د غنی له پروګرامو به یی غږونه آرامه شی نه به د کمال خان بند وی او نه هم د کجکی او سلما بندونه. بیچاره بیوزله ولس: دوی نه څوک پوښنته هم نکوی همدا اوس لکه پسونه هر ورځ حلالیږی او مړه کیږی.

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx