نظــر

ولې له اسلامي نظام نه وتښتو…!

ډاکټر احرار

که د بشریت تخلیق ته ولاړ شو زموږ بابا آدم علیه السلام ته رسیږو، طبعي ده د ورک شي لټون د لارې له شروع نه بیا تر تللي ځایه کیږي، که موږ خپل تیر تاريخ ته وګورو په هرڅه به پوه شو.

ادم علیه السلام د څه لپاره الله تعالی جوړ کړ، عبادت خو ملائکه و ډیر کاوه، تعداد یې هم ډیر و د ګناه کولو قوه یې هم نه درلوده، بیا د انسان عبادت ته د الله تعالی کومه اړتیا وه سره لدې چې ملائکه و احتجاج هم وکړ، د سورة بقرة د «اني جاعل في الارض خلیفة» ایات په دلیل چې د ملائکه و اسرار و چې ایا تاسو دنیا ته د خلافت واکمنۍ لپاره داسې یو کس انتخابوئ چې هغه به هلته فساد خپور کړي، وینې به وبهوي، الله تعالی ورته وویل هو په کوم څه باندې چې زه علم لرم تاسو یې نلرئ، ملائکه و قناعت وکړ ولې د وخت مفکر شیطان مخالفت وکړ دلته د بشریت واکمني شروع شوه او تګلاره یې هم په توحید پیلیده.

اساسي قانون او لائحه یې مستقیما د الله تعالی څخه اخیستله، په هم هغه ورځ مفکر د بغاوت اعلان وکړ، یو څو ازار وهلي او ترټلي یې په ځان راټول کړل، د الهي قانون او استازي په وړاندې یې خپل دریځ اعلان کړ او سخت هوډ یې وکړ چې د الله تعالی او د هغه د ټاکل شوي خلیفه او قانون په وړاندې به مقاومت کوي او خلک به د ټاکل شوی خلیفه بیعت ته نه پریږدي او سخت قسم یی وکړ ” فبعزتک لاغوینهم اجمعین ”

الله تعالی ته وایي ستا په تقدس دې زما قسم وي ټول مسلمانان به ستا او ستا د استازي له لارې بې لارې کوم.

افغان زلمیه…!

ولې له اسلامي نظام نه د فرار هڅه کوې ایا تاسو له شیطان سره بیعت کړی ـ ـ ؟

زما چې کوم معلومات دي زما او ستا نیکونه خو داسې نه وو، هغوی خو ټینګ متعهد مسلمانان و تاسو ولې په نیمه لاره کې دریځ بدل کړ .؟

فکر کوم د مفکر شیطان د قسم اثر ده چې د جمهوریت دعوه دار شوي او د زړه میلان ورته لري.

زما خو تن یې ستا په وجود مې نه د دنیا ذلت او نه د اخرت عذاب د دوزخ اور پیرزو ده.

ورورکيه…!

د ډیموکراسۍ لاره تاریکه او د شکست په لور ده، ملګریه د اسلام د ښمنانو او زموږ غفلت له موږ څخه د اسلامي نظام خوند اخیستی، ځکه اوس ورسره بلد نه یو، ویره ورڅخه لرو که قرانکریم، نبوي احادیث او اسلامي تاریخ مطالعه شي، حیران به پاتې شي چې څومره له رحمت نه ډک بډایه او خود کفا نظام ده، څومره خپلواک ده. دومره خوږ نظام ده چې ځوانان یې د ترلاسه کولو لپاره ځانونه قربانوي.

ملګریه ته پوهیږې د بشریت په تاریخ کې په زرهاو دغه راز مقابلې د حق او باطل ترمنځ راغلي دي، موږ یې یوازې ډیرې مشهوری یادوو، یو بل مفکر فرعون یا د ډیرو فراعنو لمنځه یو یې د موسی علیه السلام سخته مقابله وکړه، خپل ټول زور یې کار کړ، ولې موسی علیه السلام ته خپله دنده او مسؤلیت معلوم و د هر امتحان او مصيبت په وړاندې یې مقاومت وکړ او د الله تعالی نصرت یې یقین و ځکه بریالی شو او د فرعونیت وحشت او دور ختم شو بیا هم شیطان اصلاح نشو د پیړیو پیړیو په تیریدا یې د نمرود په بڼه د ابراهیم علیه السلام مقابله پیل کړه.

اسلام یې د بشریت لپاره ناسم معرفي کړ، خپل قانون یې وړاندې کړ، ابراهیم علیه السلام یې مقابله وکړه، هجرت ته اړ شو تر سختو قیوداتو لاندې شو، اور ته وغورځول شو، د خپل قوي ایمان او په رب د باور لامل و چې بریا ته ورسید.

د ابراهیمي ملت زلمیه ..!

زموږ او ستاسو ستر پیشوی حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم زما ځان، مال، مور او پلار ترې قربان هم یو تربور او د وخت د شیطان ځای ناستې لاره هغه هم د عربو مفکرو د ستر نوم او نښان څښتن و چې وروسته په ابوجهل مشهور شو د خواږه نبي او الهي قانون په وړاندې یې مقابله پیل کړه.

زما ګرانه! که د نبي کریم صلی الله علیه وسلم مبارزه مطالعه کړي بیا به وپوهیږې چې د کوم چاسره چې د الله نصرت وي او د الله تعالی قانون پلی کول غواړي ټوله نړۍ یې په وړاندې ودریږي بیا به هم په ګونډو وي.

ناخبره ځوانه …!

هم هغه وخت و چې د شیطان لارویانو د مصري فرعونیت، نمرودیت او د مکې د عربو پرسوده او مجهول قوانین راټول کړل، د روم په واتیکان کې یې تجدید عهد وکړ چې د اسلامي نظام په وړاندې به سر مات کوشش کوو الکفر ملة واحده مصداق یهود او هنود د ټولو دهریانو په شمول یې د اسلام په وړاندې د دجال د مقدمة الجیش په صفت بلاک جوړ کړ، پریکړه یې وکړه چې مسلمانان به د مادیاتو په مټ را ښکیلوو، ګورو به د دوی له مینځه به د هوس تږي، د قدرت وږي انتخابوو، پخپل فرهنګ او دود به یې عادت کړو.

له پوره اعتماد نه وروسته به یې په اسلامي هیوادو ګمارو د کفارو دغه عمل ترقي وکړه بالاخره یې د ایلومیناتي په نوم یو منظم کثیر الملیتي او خودکفا تنظیم ورته جوړ کړ خورا ډیر مفکرین یې له مسلمانانو د ښائسته ښځینه و او زرو په بدل واخیستل ځینو ته یې د واکمنۍ زمینه مساعده کړه او د دوی وروستۍ تګلاره یا د حکومتدارۍ میتود ته یې د دیموکراسۍ نوم ورکړ. د مسلمانانو د تیر ایستلو لپاره یې په شرق کې د جمهوریت په نامه رائج کړ.

د ملا مشک عالم ابدالي او میرویس خان لمسیه…!

زما او ستا نیکونو انګریزان له همدغه پلیت قانون سره مله په ګونډو کړل، بیا تزاری روسیه زموږ د ځپلو او ایلولو لپاره راغله، د نړۍ په مخ د شکست مثال وګرځیده اوس داده امریکا او ناټو خپل ټول وس وکړ، څومره وځوریدو واړه واړه ماشومان مو د مور له نس او غیږې نه نیولي په مدرسه ، مکتب ، روغتون او هرځای کې په شهادت ورسیدل. دوی هر ځل د غني غوندې یو مفکر درلود چې شاشجاع، کارمل، ترکی، نجیب، کرزی او غني یې ښکاره امثال دي.

همدوی دي چې موږ د کفري نړۍ د اهدافو لپاره وژني، دوی تل د اسلامي نظام مخالفت کړی په یو او بل نوم یې کله نیشنلزم، کمونیزم، سوسیالیزم چې په ټوله کې ډیموکراسي یا د بشریت جوړ قانون او بشر واکي چې د الهي واکمنۍ او قانون منافي  تعریف لري.

د عمري او حقاني ټبر زلمیه …!

راځه خپل اصل ته ځیر شو، خپل خدای ته په سالمه معنی تسلیم شو د امپراطوریو هدیره او لابراتوار د اسلام په مرکز بدل کړو خپل واک او قانون پلی کړو پریږدو د پردیو مزدوران د پردي بیرغ په تابوت کې هیله ده ستړیا راته وبخښۍ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد اڅګزۍ

ډىر اوږد بىاندى لىکلۍدۍ که ته ددغه ا سلامه خبر سى دا اسلام ندۍ فساد دۍ اسلام له قرآنرىمه عبارت دۍ دامفسدىنو له قرآنکرىمه اړولۍ په جعلى احادىثو پورى تړلۍ دۍ قرآنکرىم ىوڅه واىى دغه جعلى اسلام مخالف امرونه کوى قرآنکرىم ټکۍ په ټکى په ترجمه وواىه چه قرآنکرىم وپىژنى چه اسلام دۍ

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx