نظــر

شاهیکوټ او غرناطه/ موسی او منصور

عزام حقاني

پر افغانستان د امریکا او ټولې کفري نړۍ د ځواکونو یرغل د کفر او اسلام، د حق او باطل د ایمان او مادیت تر منځ یو نا اشنا او نا انډوله ټکر و.

یو طرفته لږه کي، د وسایلو او اسبابو له نګاه کمزوري مؤمنان خو بل طرفته د دنیا سوپر، قوي او د وخت په پرمختللیو وسلو سمبال د ټولې دنیا فوځیان وو.

تاریخ ښایي په خپله حافظه کې بل داسې یرغل نه وي ثبت کړی چې د یو نا وسه او کمزوري هېواد په مقابل کې دې ټوله دنیا اتفاق کوي او ډلییز هجوم دې ورباندې کوي.

په تاریخ کې ډیرو زورورو پر کمزورو یرغلونه کړي او د دنیا د انسانانو عادت دی چې دواک او اقتدار د زیادت په لټه کې وي، خو دا د تعجبي وه چې څنګه ټولې دنیا په داسې بربنډ ظلم اتفاق وکړ!!

پر افغان خاوره د امریکا او متحدینو ناروا تجاوز او د افغان مؤمن ولس د بچیانو مقاومت د تاریخ پاڼه بدله کړه، داسې یې بدله کړه چې مهاجم او غیر مهاجم ټول یې حیران کړل، چې څنګه طالب او څنګه د نړۍ سوپر طاقت په هیڅ ډول سره برابر نه دي او د طالب فناه کېدل لازمي دی.
خو د تقدیر پرېکړې بیا د انسانانو تر تخیل پورته وي.

پر افغانستان د امریکایي او اروپایي اژدهاوو یرغل الله تعالی په تقدیر کې د دوی پر سقوط او له منځه تللو منتج کړی وو.

وروسته له شلو کالو سختې جګړې او د افغان مجاهد ولس د مقاومت په صورت کې ګورو چې نړۍ شکست خوړلی او د خپلو عسکرو د خروج لپاره یې د طالبانو سره تړون لاسلیک کړی چې په واضح ډول پکې د طالبانو بریا او د امریکا شکست ښکاري.

تاسو راځئ د شاهیکوټ د سترې غزا پر اهمیت د څو کرښو د لیکلو لپاره تاریخ ته سر ور ښکاره کړو.

د ځمکې پر مخ د اندلس د مسلمانانو پیړۍ پیړۍ اقتدار ښایي ډیر کم د نورو قومونو په برخه شوی وي، خو یو وخت داسې هم راغلی چې همدغه قوم د خپل سقوط او فناه تاریخ په خپلو اوښکو لیکی.

د عیسویانو په لاس د اندلس د ښارونو یو په بل پسې سقوط او د مسلمانانو بې اتفاقي او خپل منځي اختلافات هغه څه وو چې انسان ته یې تحمل ګران و.

زه چې د اندلس تاریخ لولم او بیا د غرناطې د محاصرې او د عیسویانو په لاس سقوط، د موسی اب ابي غسان پاروونکو او جذباتي ویناوو او بالاخره د دې زړور قومندان مایوسي ځای ته را ورسېږم، سترګو ته مې هو به هو د ګران هېواد افغانستان اوسنۍ معرکه ودرېږي.

عجیبه ډیر ورته والی سره لري.

پر اندلس د یرغل لپاره د قسطلې او ارغوان عیسویانو اتحاد کړی، او پر افغانستان د امریکا او اروپایي ټولنې کفارو.

هلته هم داخلي غدارانو دښمن ته د ننوتلو لارې په ګوته کولې او دلته هم.

خو توپیر په دې کې و چې پر اندلس د عیسویانو یرغل د مسلمانانو پاشلې لیکې متحدې او یو نه کړې د غرناطې له سقوط وروسته د مجاهدینو مورال ولوېد او د لږ وخت په تېرېدلو اندلس ټول د عیسویانو په لاس کې ولوېد.

خو پر افغانستان د امریکا یرغل د مجاهدینو خطوط داسې متحد او محکم کړل چې اوس د فتحې پر درشل دي او کفار په منډو دي.

د شاهیکوټ غزا ثابته کړه چې کفار که هر څومره د وسلو او زور لرونکي وي خو د ایمان او غیرت په وسله سمبالو سرښندویانو مقابل کې هیڅ نه دي.

د الحمرا له کلابندۍ سره دا خبره مشهوره وه چې نور له عیسویانو سره مقابله د ځان هلاکت او د ځان وژلو په معنی دی، خو موسی ابن ابي غسان ویل چې اې خلکو تاسو د ذلت او غلامۍ ژوند او شهادت ځان وژل ګڼئ، دا کومه نوې خبره نه ده.
د امریکا د زور په مقابل کې د ټولو خلکو په خولو دا خبره ښکته پورته کېدله چې له دې طاقت سره جنګیدل جنون او حماقت دی او له غره سره د سر جنګولو په معنی دی، خو د شاهیکوټ د معرکې غازي سیف الرحمن منصور دا افواهات داسې درواغ کړه لکه د بدر په میدان کې چې د منافقینو خبره، د اندلس پر ساحل د طارق د فوځیانو د ښکته کېدلو په اړه د وخت د مریضانو خبرې.

د غرناطې د زمري د مېړانې ډکه غزا د ده له شهادت نه وروسته پایته ورسېده او د اندلس مسلمانانو د خپل ذلت وروستيو صحنو ته په انتظار شول، خو د شاهیکوټ د غازي غزا د نورو مجاهدینو لپاره د مبارزې یوه لاره شوه چې په تعقیب یې دښمن د شکست تر درشله ورسېده او د خپل شکست تړون یې له هغو مجاهدینو سره لاسلیک کړ چې د ژوند حق یې هم نه درلود.

موسی خپل قوم ته وویل چې زه ستاسو په سترګو کې اوښکې ګورم خو غرناطه ستاسو وینو ته اړتیا لري، که تاسو ډوبېدل خوښ کړی وي د الله په خاطر ولس ته د ډوبېدلو مشوره مه ورکوئ، په دې ولس کې اوس هم دا طاقت شته چې د دښمن پښې ووهي، لکن د موسی توندو خبرو د دوی په حال کې هیڅ تغیر را نه ووست، ځکه تقدیر کې نور د دې قوم لپاره له نابودۍ نه پرته بل څه نه وو.

خو د امریکایي طلسم په خلاف د شاهیکوټ د زمري “منصور” مقاومت د ځپل شوي او ژوبل شوي قوم دفاعي جذبه را ویښه کړه او د دې غیور ولس د بچیانو په مړو احساساتو کې یې د مقاومت داسې ساه پوه کړه چې اورونو ته په غیږ ورغلل او په ځانونو پسې یې بمونه وتړل خو دښمن ته په ملا خم نه شول بلکې دښمن یې په ملا خم کړ.

تاریخ کې یې د ایثار او سرښندنې داسې بابونه جوړ کړل چې مخکې د چا په نوم نه وو جوړ شوي.

د شاهیکوټ د غازي معرکې دښمن ته دا پیغام ورکړ چې تاسو که هر څومره زور او زر ولرئ خو د افغان مجاهد ولس د ایمان او غیرت په مقابل کې بیا هم هیڅ نه یاست، تېښته او ماته مو په برخه ده او خامخا به شرمناک شکست خورئ.
د شاهیکوټ غازي شهید منصور داسې یو حالت کې د مقابلې میدان ته راووت چې فضاء ټوله د امریکایي طلسم افواهاتو مغلوبه کړې وه او هر لورې ته دا ویل کېدل چې د امریکا الوتکې پر ځمکه یو اینچ شی ویني خو منصور سیف الرحمن د خپلې څو ورځنۍ معرکې په جریان کې ټولې دنیا ته ثابته کړه چې د امریکا جادو زموږ ایمانونه او ارادې نه شي ضعیفولی.

یقینا شهید سیف الرحمن منصور د دې امت د رجالو له ډلې یو غیرتي رجل و، چې د الله د دین د بقاء لپاره یې خپله ځواني قربان کړه خو امت ته یې تر شا پیغور پرې نه ښود.

تقبله الله

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx