نظــر

ملي وحدت شعار که حقیقت؟

تجربواوڅېړنوښودلې د روسانوله ماتې وروسته دیوشمېرګوندونومشران اورهبران دهېوادپالنې اوملت پالنې پرځای د شخصي ګټواوواک ته دځان رسولوپه فکرشول اودغه موخوته د رسېدلولپاره یې لسیزې خپل منځې جګړې سره وکړي اودادهمسایه ګانولپاره لومړی فرصت وو چې په لاس ورغی او ددوی په لاس یې په هېواد کې  جګړو،کرکو اود تعصوبونورامینځ ته کولوته زورورکړچې له امله یې مهاجرتونه،وژنوزورواخیست او ترڅنګ یې دهېواد اقتصادي ستنې هم ویجاړې شوې اودغه لړۍ درېدلې نه ده مګرلاهم روانه ده.

داهرڅه دهغه یوزیات شمېر جګړه مارو اورهبرانو د شخصي موخوپایله وه چې هېڅکله هم ملي یوالي ته ژمن نه و.‎،نه به وي اونه به واوسي چې ښه بېلګه یې په ډیموکراټیک نظام کې دولسمشرکرزي اداره وه اوده .

ولسمشرکرزي په لمړیوهغه کې فکرکاوه چې په هېواد کې ملي وحدت،مشارکت ،مصلحت اویا اتلاف به وکولای شي دیوه باثباته اوسرتاسري نظام په ساتلوکې مرسته وکړي اووبه کولای شي چې له مودوپس ټول قومونه په یوه ټغرراټول کړي خوهرڅه برعکس شول دهېواد په کورنیوجګړوکې ښکېله یوه ډله په مادي معنوي اوسیاسي قدرت کې پاته شوه چې ورو ورویې غوره حکومتداري ،ملي ارزښتونه ترپښولاندې کول اوپراخ اداري فساد ته یې بډې ووهلې اوبالاخره یې دخپل امیرنه سرکشي اعلان اوپه دغه وروستیوکې یې ولسواکي هم اغیزمنه کړه.

بیاهم ددواړوکاندیدانو په خواوشاډېری داکسان راټول شوي چې دوی هېڅکله هم مل وحدت ته ژمن نه دي پاتې شوي او له ملي کټوورته شخصي ګټې اهمیت لري اوفکرنه کوم چې دغه ملي وحدت به ترپایه دوام ومومي امکان شته چې لمړی خو د سل په سلورایوله څېړنووروسته ددغه وحدت دجوړښت اوترکیب په سرستونزې رامینځ ته شي اوکه داسې ونه شوه پوره باورلرم چې له یوې مودې وروسته به بیاهم افغانان دیوشمېرکسانود شخصي ګټولپاره قرباني ورکوي ځکه دغه وحدت ته به بیا هم آزمویل شوې څېرې ننوځي اودیوه ضعیفه نظام درامینځ ته کولو لپاره به هلې خلې کوي څو اوبه خړې اوماهیان پکې ونیسي.

 بیاهم اړینه ده چې راتلونکی حکومت که ځان ته د ملي وحدت شعارخپلوي اړینه بولو ترڅو دحکومت په ترکیب او تشکیل کې ټولووسلوالواوسیاسي مخالفولورته هم پاملرنه وشي ترڅو ملي وحدت اوسوله په رښتینې بڼه دخلکودهرکلي سره مخامخ شوې وي .

عزت الله حسن خیل

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x