افغانستان

‌د افغانستان په اړه د استانبول نړیوال کنفرانس به د مارچ پر ۲۷ مه دائر شي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۰ کب، ۱۳۹۹ل): په داسې حال کې چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد او افغانستان کې د ملګرو ځانګړې استازې دیبورا لاینز د قطر هېواد پلازمینه دوحه کې د کابل حکومت او طالبانو استازو سره په خبرو بوخت دي، ویل کیږي چې د افغان سولې په اړه د استانبول نړیوال کنفرانس به د مارچ میاشتې په ۲۷مه نټه دائر شي.

هشت صبح ورځپاڼې د کابل حکومت د باوري سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې د بُن کنفرانس په څېر د ترکیې په لوی ښار استانبول کې د افغانستان په اړه جوړېدونکی نړیوال کنفرانس ښايي د روانې مارچ میاشتې په ۲۷مه دائر شي او په ترڅ کې به یې د طالبانو، کابل حکومت، امریکا روسیې، چین ایراناو پاکستان په ګډون د سیمې او نړۍ اړونده هېوادونو استازي هم ددې کنفرانس برخوال وي.

سرچینې وايي، د استانبول کنفرانس به له ۳ ورځو څخه تر یوې اونۍ پورې دوام کوي او په ترڅ کې به یې د اشرف غني د ادارې پرځای د سولې مؤقته اداره رامنځته کیږي او دغه اداره به تر ډیره د طالبانو او کابل حکومت ترمنځ ویشل شوې وي.

که څه هم د کابل حکومت چارواکو ددې کنفرانس په اړه خپل رسمي دریځ نه دی اعلان کړی؛ خو ټاکل شوې ده چې نن د چهارشنبې په ورځ د اشرف غني له مخالفت سره سره د ملي پخلاینې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله په دې اړه خپله پرېکړه اعلان کړي.

د استانبول کنفرانس د جوړېدو نیټه په داسې مهال رسنیزه کیږي چې د کابل حکومت مشرانو ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن وروستيو لیکونو له امله د کابل حکومت مشران او چارواکي «وارخطا» ښکاري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالمالک همت

رښتيا چي: ” التقدير يضحک علی الدبير “، يعني: د لوی څښتن سبحانه تقدير د بنده ګانو په تدبير پوري خاندي، وايي زه څه کوم دوی څه کوي. د بايډن، د هغه د بانډ او ګوډاګيانو بل خيال وو، خو «له نه وسه شهو خور ده». اوس پوه سول چي نور يې د افغانانو سره جګړه په وس نه ده، اوس يې ماته د رسوايۍ تر پولي اوښتونکې ده. کفار چي هره دسيسه پرلاره واچوي او چي مسلمانانو ته هر ډول څا وکيني پخپله به پکښي ښکېل سي. بس کفارو او ګوډاګيانو ته دي خدای سبحانه هغه شر پېښ کړي… نور لوستل »

عبدالواحد

چه یی فکرستاله فکره مخالف وی……شپه اوورځ که درسره وی آشناندۍ
دامخالف فکرونه ایډیالسټ(عقیده پرسته )ماټریالسټ(ماده فرسته )به څنګه پله پیوند سی زماپه نظر غیرممکن اویوبل فساددۍ بل ماټریالسټ ۱٪هم ندی اوایډیالسټ ۹۹٪ده دی ددی دوومختلفوفیصدیواتحاد بی انصافی نده که دکفارو فشاردۍ الله فرمایی:دکفارودامه منۍ.په احترام عبدالواحد اڅګزۍ

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx