افغانستان

طالبانو په بدخشان کې د «کابل حکومت» د عسکرو لخوا د لارو بندول غندلي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۰ کب، ۱۳۹۹ل): طالبانو پد بدخشان په یو شمېر ولسوالیو کې د کابل حکومت عسکرو لخوا د ولسي خلکو پر وړاندې د ټرانسپورټي لارو بندول عمل سخت غندلی او له رسنیو یې غوښتنه کړې چې ددې خبر په رسنیز کولو سره هلته د محاصره ولسونو آواز ته انګازې ورکړي.

له تیرو څو اونیو راهیسې د کابل حکومت عسکرو د بدخشان ولایت د نسی پایان او بالا، کوف او درواز په پنځه ګونو ولسوالیو کې د خلکو د تګ راتګ او خوراکي توکو د انتقال لارې تړلې، چې له امله یې خلک له ګڼو ستونزو سره مخ شوي دي.

په هغه خبرپاڼه کې چې د طالب ویاند ذبیح الله مجاهد لخوا رسنیو ته استول شوې، د کابل حکومت عسکرو لخوا د خلکو د تګ راتګ د لارو بندول غیر معقول عمل بلل شوی او دا کار یې د کابل حکومت د عسکرو د «مایوسۍ» او «کمزورۍ» نښه بللې ده.

طالبانو دغه راز په کورنیو او نړیوالو بشري او خیریه مؤسساتو د رسنیو له مسئولینو غوښتنه کړې چې د پورته ولسوالیو د خلکو غږ پورته کولو او د  «مظلومانو» په لا سنیوي کې همکاري وکړي.

« اسلامي امارت د دې ترڅنګ چې د خلکو په وړاندې دا ډول بندیزونه او ځورونې غندي، له بشري بنسټونو، خیریه مؤسساتو او نورو مسئولو جهتونو څخه غواړي چې د دغه ظلم او تعدا مخه ونیسي، همدا ډول د هیواد رسنۍ هم باید د یادو مظلومو خلکو غږ پورته کړي، راپورونه پرې خپاره کړي، ترڅو خلک له هلاکت څخه وژغورل شي او لارې يې خلاصې شي.»

دا لومړی ځل نه دی چې د کابل حکومت عسکر او اربکیان د خلکو د تګ راتګ لارې تړي او ولسونه له ستونزو سره مخ کوي، بلکې تردې وړاندې هم په زابل، ارزګان، غزني او ګڼو نورو ولایاتو کې دولتي عسکرو او اربکیانو د خلکو پرمخ لارې تړلي او آن په کښتونو یې اوبه خورونه بند کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx