افغانستانسولې اړوند خبرونه

باجوه د برتانیې له لوی درستیز سره د افغان سولې په اړه غږېدلی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۰ کب، ۱۳۹۹ل): د پاکستان د پوځ لوی درستیز «جنرال قمر جاوید باجوه» د برتانیا د پوځ له لوی درستیز «جنرال پتریک» سره لیدلي‌ او د نورو مسایلو تر‌څنګ د افغان سولې پروسې په اړه هم ورسره غږېدلی.

ډیلي‌ ټایمز ورځپاڼې د پاکستاني‌ پوځ د عامه اړیکو د ادارې د خبرپاڼې په اساس لیکلي، چې دغه لیدنه د پاکستاني‌ پوځ په مرکزي‌ قومندانۍ کې شوې او په مهال یې دواړو لورو د دوه اړخیزو اړیکو، د سیمې د امنیتي وضعیت او د افغان سولې پروسې په اړه خبرې کړې دي.

د خبرپاڼې په بنسټ، د برتانیا د پوځ‌ لوی درستیز په سیمه کې د ثبات او امنیت د تامین په برخه کې د پاکستان هڅې ستایلې دي‌ او د دوه اړخیزو اړیکو د لا غښتلتیا هیله یې څرګنده کړې.

دغه لیدنه داسې مهال ده، چې په دوحه کې د افغان سولې خبرې له بن بست سره مخ شوې ښکاري‌ او د امریکا متحده ایالاتو د خبرو د چټکتیا او د سولې پروسې‌ د پرمختګ په موخه په کابل کې د مشترک انتقالي حکومت طرحه وړاندیز کړې.

د یادې طرحې تر څنګ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر‌«انتوني‌ بلنکن»‌ د اشرف غني او عبدالله په ادرس یو لیک هم لېږلی، چې د سولې پروسې د چټکتیا وړاندیز پکې شوی او واضح کړل شوې، چې امریکا د می په میاشت کې د خپلو ټولو عسکرو په ایستلو غور کوي او که دا کار وشي، افغانستان کې ښایي‌ د امریکا مالي مرستې بې‌ ګټې وي او امنیتي‌ وضعیت خراب شي.

په یاد لیک کې ویل شوي، چې ملګري‌ ملتونه به د افغان سولې په پروسه کې خپل رول لوبوي او د روسیې، ایران، پاکستان، چین او هند هیوادونه به قانع کوي، تر څو د سولې له پروسې ملاتړ وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

انګلیسان خو د پنجابیان دینوی خدایان دی نو څنګه به له هغوی سره مشورې نکوی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x