اقتصاد

د کاروبار  لپاره د تشویق پينځه مهمې ګټې

ژباړه: احسان الله سعد

د لېکېرټ په نوم عالم به چې کله  د تشویق د اهمیت په هکله خبرې کولې نو تشویق ته به یې د مدیریت مغز او هسته ويل همدارنګه الین به چې کله په سازمان کې د تشویق په ضرورت باندې ډېر تاکید کړلو نو ویل به یې« ناتشویق شوي کارکونکي کیدای شي يو جوړ او په پښو ولاړ سازمان په صفر کې ضرب کړي »  راځو د تشویق د پینځو مهمو ګټو لنډ تفصیل ته:

لومړی: د عملکرد(Performance) د سطحې لوړوالی

د کار کړلو توانایي او د کار کولو غوښتنه( کارکولو ته میلان ) دواړه د یو شخص کار کول او مثمریت اغیزمنوي، د کارکولو توانایي د تعلیم او ټرننیګ په وسیله ترلاسه کېدای شي، خو کار کولو ته میلان د تشویق په وسیله باندې ترلاسه کېږي، کار کولو ته تمایل د کارکولو د توانایي څخه مهم دی، د بیلګې په توګه یوه اداره یو تن نوی کارمند چې مکملې زده کړې  لري او ټریننګ شوی هم دی په کار ګماري خو دی تر هغه پورې خپل سل سلنه غوره کار نه کوي تر هغو پورې چې تشویق شوی نه وي،  نو داسې پایله لاسته راځي چې مثمریت د تشویق په وسیله باندې ښه کېدای شي، کله چې شخص  تشویق شي مولدیت یې زیاتېږي او مصارف یې کمېږي.

دوهم: تشویق د کاروکونکو د منفي کړنو په تغیر او له مېنځه وړلو کې مرسته کوي.
د سازمان ځینې کارکونکي منفي سلوک لري، دوی داسې انګېري چې که هر څومره زیات کار وکړي هیڅ اضاقي شی به ترلاسه نکړي نو مدیران بیلابیل تخنیکونه استعمالوي تر څو د کارکونکو دا ډول سلوک او رویه تغیر کړي. د بیلګې په توګه که چېرې د کارکونکي مالي وضیعت کمزوی وي نو دوی هغه ته امیتیازات ورلوړوي کله چې نوموړی د مالي وضیعت له اړخه قانع شي نو په خپل کار کې  زیاتوالی راولي.

دريم:د کارکونکو په کار پریښودلو او تېښته کې کموالی
د یو سازمان مشهورتیا ته د کارکونکو په ادلون بدلون باندي زیان اوړي، دا چاره د مدیرانو لپاره هم زیاتې  ستونزې  جوړوي ډېر پیسې او وخت د کارکونکو په بیا ځلې استخدام تعلیم او ټریننګ باندې باندې مصرفېږي یوازې تشویق کولای شي چې دغه ډول مصارف له مېنځه یوسي، تشویق شوي کارکونکي د سازمان سره تر ډېره پورې پاتې کېږي او د کارکونکو تېښته او کار پریښودل کمېږي.

څلورم: په سازمان کې د غیر حاضري کمولای
په ځینې سازمانونو کې د غیر حاضري نرخ لوړ وي چې بیلابیل عوامل لري لکه: د کار خراب شرایط، د همکارانو سره ضعیفې او خرابې اړیکې، کم امتیازات او داسې نور، تشویق شوي کارکونکي له کار څخه نه غیر حاضر کېږي ځکه کارځای د دوی لپاره د خوشحالۍ ځای وي.

پنځم: د بدلون په وړاندې د مقاومت کموالی
په سازمانونو کې په دوامداره توګه بدلونونه رامینځ ته کېږي، معمولاُ کارکونکي دې ته نه وي چمتو چې په ورځنیو چارو کې تغیرات قبول کړي؛ خو له بلې خوا د وخت د غوښتنو مطابق تغیرات راوستل حتماً ضروري وي، د تشویق په وسیله کولای شو  په اساني سره په کارکونکو باندې په شوق او ذوق باندې تغیرات قبول کړو او د کارکونکو عملکرد ورسره زیات کړو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx