ټولنیزه برخه

زرپارې«لسمه برخه»

ليکوال: مفتي محمد تقي عثماني

ژباړن: احمد ګل ریان

پلار بچيانو ته څنګه امر وکړي؟
علامه طاهر بن عبدالرشيد بخاري رحمه الله ليکلي چې هر پلار بايد خپلو بچيانو ته د صريح حکم او امر پر ځای داسې ووايي:

بچيه! که فلان کار وکړې، ښه به وي.

دا ځکه چې که صراحتاً د حکم او امر الفاظ استعمال شي او مثلا امر ورته وکړي چې (فلان کار وکړه) او زوی يا لور يې د کومې وجې له امله ونکړای شي؛ نو د نافرماني په کبيره ګناه به مبتلا شي، خو په لومړي صورت کې دا ويره نشته. (خلاصة الفتاوی ج: ۴ ص: ۳۴۰، نولکشور ۱۳۲۹ هـ ق)

د اوښانو «حُدی» او د هغې اثر:
حُدی هغې نغمې يا ځانګړي ترنم ته ويل کېږي چې اوښپه/اوښبه يې د اوښانو د تيز تګ لپاره زمزمه کوي.

ملا علي قاري رحمه الله ليکي چې دا په دې ډول رواج شو چې يو وخت عرب اعرابي (کوچي) خپل غلام وهلی ډبولی او په ګوتو يې ورته خوله لګولې وه. وروسته دواړه په سفر روان شول، غلام د درد له امله دَی دَی يا په اصطلاح وَی وَی وَی وَی ويل، لږ وروسته يې اوښانو د دې آواز په اورېدلو سره په منډو پيل وکړ. په دې توګه خلک وپوهيدل چې اوښ د ترنم او زمزمې په اورېدلو سره مستيږي، له هماغې ورځې اوښبانه د اوښانو د ځغلولو لپاره ترنم کوي.

حُدی عجيب تاثير لري. د دې ترنم د اثر اړوند هم ډېر واقعات مشهور دي.
وايي يو وخت کوم مسافر د کليوال ميلمه شو، ميلمه يو تور پوستی غلام وليد چې د اوښ په مخ کې په ځنځيرونو تړل شوی و. غلام ميلمه ته کړل چې له مالک يې د خلاصون غوښتنه وکړي؛ ځکه چې بادار يې له ميلمه پرته د بل چا سفارش نه اوري.

ميلمه کوربه ته د غلام سفارش وکړ، کوربه ورته وويل چې ستا په غوښتنه به يې خلاص کړم، ګنې د غلام ګناه ډيره لويه ده. هغه داسې چې لس اوښان مې لرل، چې دې غلام له يو ځايه بل ځای ته انتقالول، په لاره کې يې حُدی ويلې، اوښان يې مست کړي او دومره يې ځغلولي چې حتی د څو ورځو فاصله يې په يوه شپه کې وهلې ده، چې کور ته راورسېدل، نو له دې يو اوښ پرته ټول مړه شوي وو.

ميلمه د کيسې په اورېدلو ډير حيران شو او له کوربه يې غوښتنه وکړه چې د غلام حُدی پرې واوروي، چې څنګه زمزمه کوي.

کوربه غلام ته امر وکړ او هغه چې په حُدی پيل وکړ، هماغه يو اوښ هم د بيابان پر لور منډه کړه، دا خو څه چې ميلمه هم په ليوني حالت کې يوه او بل خوا په منډو شروع وکړه. (مرقاة المفاتيح ج: ۹ ص: ۱۳۲ او ۱۳۳، ملتان ۱۳۸۹ هـ ق)

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx