ټولنیزه برخه

زرپارې«يوولسمه برخه»

ليکوال: مفتي محمد تقي عثماني

ژباړه: احمد ګل ریان

د مومن فراست
کله چې عَمرو بن العاص رضی الله عنه قيساريه فتحه کړه او غزة يې محاصره کړه نو د غزې والي ورته پيغام وليږه چې د خبرو لپاره کوم ملګری ورواستوي.

عَمرو رضی الله عنه د عام مجاهد په حيث پخپله لاړ او خبرې يې ورسره وکړې.

د غزې والي يې د خبرو له حکيمانه انداز، جرئت او بې باکۍ څخه متاثره شو او ترې ويې پوښتل:
ستاسې په ملګرو کې ستا په څېر نور هم شته؟

عَمرو رضی الله عنه ځواب ورکړ: دا پوښتنه مه کوه، زه د هغوی تر ټولو کمتر مجاهد يم، همدا وجه ده چې دلته د راليږلو خطر يې ومانه.

له خبرو او مذاکرې وروسته د غزې والي د تحفو ورکولو حکم وکړ او له همدې سره يې د ښار د دروازې چوکيدارانو ته ليکلی حکم واستولو چې عَمرو رضی الله عنه ووژني او ورسره شته مال ترې واخلي.

عَمرو رضی الله عنه چې واپس خپل ځای ته روان شو، په لاره کې د غسّان يو عيسائي سره مخامخ شو، عيسائي عَمرو رضی الله عنه وپيژاند او پټ يې ورته وويل چې: عَمرو! لکه څنګه چې دې ځای ته خوندي راغلی وې، خوندي ووځه.

عَمرو رضی الله عنه د دې خبرې له اورېدلو سره زړه نا زړه ګامونه اخيستل، ځان سره يې فيصله وکړه او بيا د غزې والي ته ورغی، والي ترې وجه وپوښتله چې ولې راوګرځېدلی.

عَمرو رضی الله عنه ځواب ورکړ: دا تحفې چې تا ما ته راکړې دي، زما د وروڼو لپاره کفايت نه کوي، ځکه مې فيصله وکړه چې خپل لس وروڼه دلته راولم او تاسې همدا تحفې پرې تقسيم کړئ، په دې توګه به مو تحفې د يو پر ځای لسو تنو ته رسېدلې وي.

والي په زړه کې خوشحاله شو، چې که داسې وشي، د يو پر ځای به د لسو تنو د قتل موقع په لاس راشي، عَمرو رضي الله عنه ته يې وويل: سمه خبره کوئ، هغوی عاجل راولئ او دې سره يې والي خپلو محافظینو ته امر وکړ چې دا سړی قتل نکړي.

عَمرو رضی الله عنه تر لرې پورې د محل لاره څارله او کله چې د خطرې له حدودو بهر شو، ويې ويل: بيا به دغسې غدارانو ته نه ورځم.

څو ورځې وروسته د غزې والي مجبور شو چې مسلمانانو سره سوله وکړي، په همدې مقصد پخپله لاړ او کله چې يې عَمرو رضی الله عنه د لښکر د امير او قومندان په حيث په خيمه کې وليد، زيات حيران شو او په داسې حال کې چې سخت ويرېدلی و، ترې ويې پوښتل: ته هماغه سړی يې؟

عَمرو رضی الله عنه ځواب ورکړ: هو، ستا له غدارۍ سره سره ژوندی یم.
(الوصاياالخالدة، مطابع العروبة بقطر ص: ۲۵۷)

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx