ټولنیزه برخه

زرپارې«دولسمه برخه»

ليکوال: مفتي محمد تقي عثماني

ژباړن: احمد ګل ریان

د جنيد بغدادي رحمه الله وفات:
ابو محمد حريري وايي چې د جنيد بغدادي رحمه الله (وفات ۲۹۸ هـ ق) د وفات کېدو په مهال هلته حاضر وم، د جمعې مبارکې ورځ وه او جنيد بغدادي رحمه الله تلاوت کاوه.
ما ورته کړل چې: ابوالقاسم! له ځان سره نرمي وکړه.
جنيد بغدادي رحمه الله ځواب راکړ چې: ابومحمد! اوس وخت کې داسې څوک وينې چې له ما زيات دې عبادت ته محتاج وي؟ وينې چې عمل نامه مې ټوليږي.

جنيد بغدادي رحمه الله له وفات کېدو وړاندې وصيت وکړ چې هر څومره علمي خبرې ورته منسوبې دي او خلکو ليکلې دي، ټولې دې ښخې کړل شي.

خلکو ترې د وجې پوښتنه وکړه او ده ځواب ورکړ چې:
خلکو سره د نبي عليه السلام علم (احاديث) موجود وي؛ نو زه غواړم له الله تعالی سره مې داسې حال کې ملاقات وشي چې ما خپل ځان ته منسوب هيڅ شی نه وي پريښی.

له وفات وروسته جعفر خلدي رحمه الله په خوب وليد او ترې ويې پوښتل چې الله تعالی ورسره څه معامله وکړه؟ جنيد بغدادي رحمه الله ځواب ورکړ:
طاحت تلک الاشارات و غابت تلک العبارات وفنيت تلک العلوم ونفدت تلک الرسوم، و ما نفعنا الا رکعات کنا نرکعها فی الأسحار.
ژباړه: هغه اشارې ختمې شوې، هغه عبارتونه غائب شول، هغه علمونه فنا شول، هغه نقوش وران شول او موږ ته چې ګټه ورسوله، يوازې هغه رکعتونه و چې د پشلمي په مهال به مو اداء کول. (تاريخ بغداد للخطيب ج: ۷ ص: ۲۴۸)

نصيحت
ابو جعفر منصور د عباسي خلافت مشهور خليفه دی. يوه ورځ يې د خپل وخت له مشهور عالم او فقيه عبدالرحمن بن قاسم رحمه الله څخه غوښتنه وکړه چې نصيحت ورته وکړي.
عبدالرحمن رحمه الله ورته وويل: يوې واقعې ته مو توجه غواړم. عمر بن عبدالعزيز رحمه الله يولس زامن تر شا پرېښودل او وفات شو، خو په ترکه او ميراث کې يې اوولس دينارونه وو، چې پنځه ديناره يې په کفن مصرف شول، په دوه دينارونو يې د قبر لپاره زمکه واخيستل شوه او باقي يې په زامنو تقسيم شول.
(اليواقيت العصرية ص: ۱۰۹ او ۱۱۰)

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx