ټولنیزه برخه

د قانون استاد او شاګردانو ګټوره کیسه

حامد افغان

د قانون استاد له شاګرده د هغه نوم وپوښتی، هغه ځواب ورکړ، استاد بې له کوم سببه هغه له ښوونځي وشاړه، شاګرد هڅه وکړه له ځانه دفاع وکړي خو استاد هغه ته سپکې سپورې وکړې او لاس نیولی یې د درس له خونې ویوست.

شاګرد د سخت مظلومیت په حالت کې له درس خونې ووت، د صنف ملګري یې چوپ ناست وو، لیږ وروسته استاد په دې پوښتنه درس پیل کړ چې قوانین د څه لپاره رامنځته کیږي؟ یوه شاګرد وویل: د خلکو د کړنو کنترولولو لپاره. بل شاګرد وویل: د تطبیق او پلي کولو لپاره. دریم شاګرد وویل: چې پیاوړی پر کمزوري زیاتی ونه کړي. استاد وویل: داسې ده، خو دا ځوابونه کافي نه دي.

څلورم شاګرد لاس پورته کړ او ویې ویل: قوانین د دې لپاره رامنځته کیږي څو عدل واکمن شي. استاد وویل: همدا ځواب کره دی، د قوانینو موخه عدل پلي کول دي، خو دا ووایئ چې د عدل ګټه څه ده؟ استاد پخپله زیاته کړه: څو د خلکو حقوق خوندي شي او څوک پر چا ظلم ونه کړي. استاد شاګردان مخاطب کړل: اوس پرته له څه وېرې ځواب راکړئ، ما چې کله ستاسو ملګری له صنفه وشاړه، ظلم مې وکړ؟ ټولو په یوه خوله ورته وویل: هوکې.

دلته استاد سور او شین واوښت او غوسه شو، په قهرجنه لهجه یې شاګردانو ته وویل: چې ما ظلم وکړ نو تاسو ټول ولې چوپ وئ او ولې مو څه ونه کړل/ویل؟! استاد زیاته کړه: که موږ د قوانینو د پلي کولو جرئت ونه لرو قوانین څه ګټه لري؟؟ که تاسې د ظلم پر مهال چوپ یئ او د حق ملاتړ ونه کړئ؛ نو انسانیت مو بایللی او پر انسانیت چنې نه شي وهل کیدلی.

وروسته استاد شړلی شاکرد راوغوښت، د ټولو مخکې یې هغه ته عذر وکړ او بښنه یې ورنه وغوښتله، بیا یې ټول مخاطب کړل او ورته ویې ویل: دا ستاسو ننی درس شو، دا درس مو خپل چاپیریال او ټولنه کې پلی کړئ. او دا مو د ژوند لویه موخه وګرځوئ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx