افغانستانسولې اړوند خبرونه

د ملګرو ملتونو استازې د مذاکراتو له ښکېلو اړخونو سره کتلي

افغانdeنن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۰ کب، ۱۳۹۹ل): د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ «یوناما» مشره «دیبورا لینز» دوحې ته تللې او هلته یې د مذاکراتو له دواړو اړخونو سره د افغان سولې پروسې او په بین الافغاني مذاکراتو کې د ملګرو ملتونو د رول په اړه خبرې کړې دي.

د یوناما له لوري په یوه خبرپاڼه کې لیکل شوي، چې لینز له مذاکراتي‌ ټیمونو سره په لیدنو کې د افغان سولې په اړه خبرې وکړې او یوې پایداره سولې او هر اړخیز اوربند ته د رسېدو په برخه کې یې د ملګرو ملتونو د دوامدارې همکارۍ ډاډ ورکړ.

ورته مهال د کابل مذاکراتي‌ ټیم له لوري ددې لیدنې په تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې لیدنه کې لینز د نړیوالې او داخلي اجماع په لا پیاوړتیا او همغږي کولو خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ، چې د افغان سولې په برخه کې د نړیوالو هڅې باید همغږې وي.

دې ویلي، چې د سولې بهیر وخت نیوونکی دی او لاسته راغلی فرصت باید په سم او داسې ډول وکارول شي، چې د مذاکراتو اوسنی بهیر ټکنی او زیانمن نه کړي.

دغه لیدنه داسې مهال ده چې د امریکا متحده ایالات وایي، د افغان سولې پروسې د چټکتیا په موخه دې د ملګرو ملتونو تر سرپرستۍ لاندې د ترکیې‌‌‌ په استانبول کې د طالبانو او حکومت د لوړې کچې غونډه جوړه شي او دواړه لوري دې مذاکراتي‌ بهیر چټک کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په یوه لیک کې غني او عبدالله ته لیکلي، چې د سولې‌ پروسه باید چټکه شي او ملګري‌ ملتونه به د چین، هند، روسیې، ایران او پاکستان استازي‌ قانع کړی چې د افغان سولې پروسې څخه ملاتړ وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx