دیني، سیرت او تاریخ

پټه صدقه

حامد افغان

رسول الله ﷺ فرمایي: کله چې الله ځمکه پیدا کړه ؛ ځنګیدله، غرونه یې پیدا او پر ځمکه یې ټک وهل، نو ځمکه ارام شوه. ملایکې د غرونو قوت ته په تعجب کې شوې! نو ویې ویل: یا ربه! ستا مخلوقاتو کې له غرونو قوي مخلوق شته؟ هغه وفرمایل: هو، اوسپنه ده، ملایکو وویل: یا ربه! ستا مخلوقاتو کې له اوسپنې قوي شی شته؟ هغه وفرمایل: هو، اور دی، ملایکو وویل: یا ربه! ستا مخلوقاتو کې له اوره قوي شی شته؟ هغه وفرمایل: هو، باد دی، ملایکو وویل: یا ربه! ستا مخلوقاتو کې له باده قوي شی شته؟ هغه وفرمایل: هو، بنیادم چې په ښي لاس داسې خیرات او صدقه وکړي چې له چپ لاسه پټه وي.

عن أنس بن مالك، عن النبي ﷺ قال: لما خلق الله الأرض جعلت تميد، فخلق الجبال فألقاها عليها، فاستقرت، فتعجبت الملائكة من خلق الجبال فقالت: يا رب هل من خلقك شيء أشد من الجبال؟ قال: نعم الحديد. قالت: يا رب فهل من خلقك شيء أشد من الحديد؟ قال: نعم النار. ‏قالت: يا رب فهل من خلقك شيء أشد من النار؟ قال: نعم الريح. قالت: يا رب فهل من خلقك شيء أشد من الريح؟ قال: نعم ابن آدم يتصدق بيمينه يخفيها من شماله. رواه أحمد و الترمذي بتغیُّرٍ. البداية والنهاية لابن كثير.

پټه صدقه او خیرات څنګه له باد، اور، اوسپنې او غرونو قوي ده؟ هغه داسې چې په پټه صدقه سره د نفس او شیطان مخالفت راځي او هغه په قهروي او دا کار په یادو قوي شیانو نه شي کیدلی. بله دا چې (لکه حدیث کې راغلي دي) پټه صدقه د الله جل جلاله قهر او غوسه سړوي او یاد قوي شیان د الله د قهر مقابله نه شي کولی. مثلا یو چا باندې د باد یا اور په ذریعه عذاب راتلونکی وي خو هغه پټ خیرات وکړي نو هغه عذاب ختم شي؛ معلومه شوه چې پټه صدقه له باد او اوره قوي ده.

علامه الطیبي رحمه الله د دې حدیث په شرحه کې لیکي: د انسان په طبیعت کې شی نیول او بُخل پراته دي او دا د ځمکې طبیعت هم ده، داراز د انسان په طبیعت کې لوړتیا او شهرت غوښتنه هم شته چې دا د اور او باد طبیعتونه هم دي. او په پټه صدقه کې د دې دواړو ضد صفتونه دي چې هغه ورکړه (د بُخل ضد) او پټول یې (د لوړتیا او شهرت غوښتنې ضد) دي. بناءً پټه صدقه د طبیعت له نظره له یادو قوي شیانو قوي ده. اللمعات و شرح الطیبي

پټه صدقه هغه ستر عبادت ده چې موجوده زمانه کې یې الله تعالی ډېرو کمو خلکو ته توفیق ورکوي، ما په اصطلاح ډېر دینداره او صوفیان لیدلي دي چې پریمانه خیراتونه او صدقې کوي خو پټې صدقې ته یې ملا ماته وي او اکثره د ریاکاري په رنځ اخته دي. له بده مرغه چې د پټې صدقې خلک کمیږي او د ریاکاري وبا ورځ تر بلې زیاتیږي. الله دې نجات راکړي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
نعمت الله

جزاك الله خيرا افغان صاحب الله دجنت الفردوس الاعلى په نصیب کښی آمین

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx