افغانستان

د کابل ښار ښوونځیو کې له ۱۲ کلونو د پورته عمر نجونو په ترانو ویلو بندیز ولګېد

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۰ کب، ۱۳۹۹ل): د کابل ښار د پوهنې ریاست په ټولو ښوونځیو کې له ۱۲ کلونو د پورته عمر نجونو باندې په دریځ او یاهم نورو مجلسونو کې د ترانو په زمزمه کولو بندیز لګولی دی.

په هغه مکتوب کې چې د کابل ښار د پوهنې رئیس ډاکټر احمدضمیر ګوارا لخوا د کابل ښار د عمومي زده کړو، د پوهنې ریاست مالي او اداري، د سودا آموزۍ او د انسجام او همغږۍ آمریتونو ته استول شوی، د کابل ښار ټول دولتي او خصوصي ښوونځي په دې مکلف ګرځول شوي، چې په عامه مجالسو کې باید له ۱۲ کلونو د پورته عمر نجونې د ترانو زمزمه کولو لپاره استخدام نه کړي.

په مکتوب کې د ښوونځیو سرمعلمانو او مدیرانو ته سپارښتنه شوې، چې په عمومي مجالسو کې دې د ترانه زمزمه کوونکو نجونو داسې ټیمونه برابر کړي، چې عمرونه له یې له ۱۲ کلونو څخه ښکته وي.

د کابل ښار د پوهنې ریاست لخوا په استول شوي مکتوب کې هغه مجالس له دغه امر څخه مستثنی ګرځول شوي، د کومو چې ټول ګډونوال میرمنې وي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د ځینو ښوونځیو سرمعلمانو او مدیرانو لخوا د نارینه وو محفلونو او مجالسو ته د ترانه زمزموونکي ګروپ په چوکاټ کې له ۱۲ کلونو څخه د پورته عمر نجونو لیږلو له کبله د نجونو خپلوانو توند غبرګونونه راپارېدلي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

ښه فیصله ده د معارف د وزارت لخوا. پورته می د مولوی ریحان عکس تر سترګو شو، یو وار می له ځان سره وویل: الله مو تباه کړه ## هر چا چی دا مولوی شهید کړی وی.

Adam Khan

What about Ariana Saeed and others? Haha

Do not confuse and do not trick the Afghan Muslim Nation

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx