افغانستان

پر کاغذي پېژند پاڼو د پاسپورټ ورکول بند شول

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۰ کب، ۱۳۹۹ل): د کورنیو چارو وزارت د پاسپورټ ریاست پر کاغذي پېژ پاڼو(تذکرو) د پاسپورټ نه ورکولو پرېکړه کړې ده.

یاد ریاست وايي، له دې وروسته به پلازمینه کابل او ولایاتو کې یوازې هغو کسانو ته پاسپورټ توزیع کوي چې برېښنايي پېژند پاڼې(تذکرې) لري.

د پاسپورټ ریاست په داسې حال کې دا پریکړه کوي چې په هېواد کې د برېښنايي تذکره لرونکو خلکو کچه تر ۳۰ سلنې هم نه ده لوړه شوې.

برېښنايي پېژند پاڼې (تذکرې) چې کابو دوه کاله مخکې یې ویش پيل شوی، تر دا مهاله ایله دوه میلونه افغانانو ته ویشل شوي دي.

ډیری افغانان ددې پېژندپاڼو اخیستلو کې د شته پېچلتیاوو او ستونزو له کبله لاهم پخوانۍ کاغذي پېژندپاڼې(تذکرې) له ځانه سره ساتي، چې د پاسپورټ ریاست د نوې پرېکړې له امله ښايي له ستونزو سره مخ شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

ښه خبر دی.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx