شعـــــرونه

په وعده کې پر هر چا واجب وفا ده/ضعيف

عبدالسلام ضعیف

په وعده کې پر هر چا واجب وفا ده
پر هغه چې په اسلام کې کړه رواه ده

تعهد د اسلام اصل د باور دی
غدر نه کوي مؤمن لار يې صفا ده

چل، فريب په دين کې نشته بې له جنګه
د جهاد او د جګړې طرحه جدا ده

د‌ غادر ځواب رښتينی حقيقت دی
د‌ نصرت لاره له حق سره ملتيا ده

له کافر سره ميثاق کول جائز دي
واجب واړو ميثاقونو ته ژمنتيا ده

که ميثاق ختمول غواړي د يو لوري
نو اړينه د بل لوري خبرتيا ده

خو دوستي د کفر نسته نه يې ولا سته
مؤمن په مقابل کې ناروا ده
محارب ته د مؤمن ميلان نفاق دی
تعاون يې تر هغه لويه ګناه ده

دښمن هر عمل د‌ دين په وړاندې پلان دی
که کومک، که يې دوستي، که يې ولا ده

دښمن مه ګڼه د دوست په نوم مؤمنه
داسې هيله دې په ژوند کې اشتباه ده

که ګبین درته په جام کې خواږه کیږدي
حقیقت کې دا د زهرو پیاله ستا ده

چې د ورور په وړاندې تاسره خپلوي کړي
دښمني د داسې چا بیخي رسوا ده

چې د ورور سر دې د بل پـه توره پرې کړ
دا معلومه سوه چې لوری دې خطا ده

ضعيف غواړم پوهاوی د شعر په ژبه
د هغوی چې پوهاوی يې تمنا ده

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx