نظــر

د مدارسو فارغانو فاضلانو اهمیت

ملا شبیر احمد عثماني

د دیني علومو د تعلیمي کال په پای کې چې همدا اوس یې شپې ورځې روانې دي، د هیواد په لر او بر او خیبر پښتونخوا کې طالبان فاضلان کیږي او په مناسبت یې سترې سترې پرتمینې غونډې جوړیږي.

د هرې غونډې په وروستۍ برخه کې فاضلانو ته د معززو شیوخو او علماء کرامو لخوا سپینه پګرۍ پر سر ورتړل کیږي، چې د فضیلت پګړۍ ورته ویل کيږي.

ولې د فضیلت پګړۍ؟؟!
فاضل ته له دې وروسته دروند مسئولیت ور له غاړې کیږي.دا فاضلان به د خپلې مسلمانې ټولنې روحاني او معنوي خدمت کوي.
یو شمیر به یې د مسلمانانو بچو ته د دین علم ور
ښیي، یو شمیر به د ولسي خدمت په ادارو کې کار او فعالیت کوي. ځینې به یې سیاسي میدان ته راووځي. ځینې به پوځي لیکو ته درومي او هلته به د دین او هیواد رباطونه ساتي او یا به د مقدسو جګړو رهنمایي او قومانده پر غاړه اخلي.

دا قشر په مالي توګه ډیر کمزوری خو په یادو ټولو ډګرونو کې دومره پاک نفسه، سپیڅلی، خیرخوا، مخلص او د لوړ همت څښتن دی چې تر ټاکلي معیار او مقدار زیات خدمت ته چمتو وي، ځکه خو د اسلام او د اسلامي هیوادونو دښمنان تر هرڅه لومړی د دې قشر د تجریدولو، منزوي کولو، بدنامولو او ترټلو هڅه کوي.
په دې هم بسنه نکوي د وژلو لپاره یې مختلف قسم پلانونه او برنامې جوړوي او په کار یې اچوي.

خصوصاً اسرائیل او نور یهودي او نصراني هیوادونه لکه انګلستان، امریکا، فرانس، ډنمارک، المان ایټالیا او……..

په نااعلان شده ډول خپلو اړوندو جاسوسي ادارو او مؤسساتو ته ځانګړې کلنۍ بودیجه منظوروي او د بودیجې زیاته برخه د کلیساګانو او مندرونو لخوا پوره کیږي.

دا وجه ده چې په اسلامي هیوادونو کې دیني قشر  له دولتي ارګانو بیخي تجرید او یا سخت محدود شوي دي.

دښمنان پوهیږي چې که د مسلمانې ټولنې دیني قشر د رهبریت، فعالیت او خدمت میدان خپل کړي نو بیا اسلامي هیوادونه په نړۍ کې سرداران جوړیږي او هیڅوک به یې د ایل کولو جوګه نه وي.

د اسلامي خلافت له ړنګیدو وروسته مسلمانان او اسلامي هیوادونه په خوارو خوار، ذلیل او غلامان ګرځیدلي ځکه چې قیادت او د خدمت ډګر د دیني قشر نه خالي شوی او جهاد له منځه وړل شوی دی.

زمونږ په هیواد کې چې تر یو بریده دې قشر ته موقع په لاس ورغلې نو د یوې پیړۍ په عمر کې یې درې امپراطورۍ رانسکورې کړې دي.
د فتوحانو ګټلو په لړ کې همدا قشر دی چې په ډیره لوړه کچه یې قرباني ورکړه.

په دې حاضر وخت کې هم چې زمونږ د هیواد د نظام، حکومت،  سیاسي استحکام او سولې په نوم شرقي او غربي هیوادونه کومې هڅې کوي یو عمده هدف یې دا دی چې د دیني قشر د واک ساحه محدوده کړي.

خو باید په سیاسي او پوځي برخو کې واکمن علماء د توقع سره سم د کفارو دا توطیه هم شنډه کړي.

زه ټولو نویو فارغ شویو علماؤ ته د مبارکۍ تر څنګ مشوره ورکوم چې د بل هر وخت په نسبت فعال واوسئ، د خپل شوق او علاقمندۍ په بنیا د خدمت اړوندو ډګرونو ته راووځئ.

ځوانان دې، د کار زیاته انرژي لري، اخلاص او شفافیت لري باید د اسلامي ټولنې او هیواد لپاره د سترو خدمتونو مصدر وګرځي.

پای

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد اڅګزۍ

اۍ هغوځوانانواوځانوته عالمان ویونکو دالله وبیریږۍ دغه دمفسدینوجعلی احادیث چه له قرآنکریمه مخالف دی له خپلوکتابواحتصابی کتابولیری کۍ اسلام له قرآنکریم سره برابرکۍ په قرآنکریم کی ږیری اوسپین کالی حیسیت نلری په اسلام کی دالله احکام فرض دی اوعمل پرکول فرض دی زه یودوه مثاله درته وایم الله فرمایی:وه وایه زه دخپله ځانه نه یم خبرچه زماسره به څه کیږی اوستاسوسره به څه کیږی(سوره الاحقاف ۹)نوعشره مبشره له کمه راغلل،بیاالله فرمایی:مه جوړیږۍ مشرکین چه دین یی پرډلووبیشۍ(سوره الانعام ۱۵۹)نوشیعه سونی اونوری ډلی چه نن په دنیاکی دمسلمانانوپه منځ کی لوی فساددی شرک ندۍ آیاددغوآیاتوله رویه تاسومشرکین نه یاست ددی دنیاذلالت… نور لوستل »

طوطی

دا تر ټول بد بخته قشر د جامعی دی چی ټول عمر د ملت په سر بار وی. تر اوسه چا یو ملا ندی لیدلی چی محتاجه او بی هنره نوی. ملا چی ډیر لوی شی نو هغه بیا د یوې مدرسې مدرس شی. د غیر شرعی لارو نه لکه سقاط، ثوبت، د ملا نوبتونه، ناجایزه عشر، په زوره په خلکو باندی ډوډی خوړل، په لورانو ولور اخیستل… باندی امرار معاش او خپل طفیلی ژوند تیروی. کوی. ددغو بدعیتیانو او زیارت پرسانو ټول علم یو څو احادیثه او د قرآن لوست له رویه دی چی په ترجمی یی هم نه… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx