افغانستانسولې اړوند خبرونه

ترکیه: د افغان سولې په پروسه کې منځګړیتوب ته چمتو یو

افنن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۰ کب، ۱۳۹۹ل): داسې مهال چې امریکا د ملګرو ملتونو‌په مشرۍ په ترکیه کې د طالبانو او حکومت تر منځ د لوړې کچې یوې ناستې د جوړېدو وړاندیز کړی؛ د ترکیې حکومت وایي، د هغه منځګړیتوب کولو ته چمتو دي، چې په مټ یې په افغانستان کې سوله تامینیدای شي.

د ترکیې د واکمن ګوند ویاند «عمر» ویلي، چې هیواد یې‌ په سیمه کې د امنیت او ثبات د تامین په موخه چمتو دی د افغان سولې په پروسه کې د منځګړي‌ رول ولوبوي.

د نوموړي‌ په خبره، افغانستان د ترکیې لپاره د یوه ارزښتمن هیواد حیثیت لري.

د ترکیې د واکمن ګوند مؤقف وروسته له هغه دی، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر «انتوني بلینکن» د کابل حکومت له مشرانو وغوښتل چې د افغانستان د سولې ‌پروسه چټکه کړي‌ او مذاکراتي‌ بهیر کې رغنده ګامونه واخلی.

په یاد لیک کې راغلي وو، چې امریکا د نورو انتخابونو تر څنګ په می میاشت کې له افغانستانه د ټولو عسکرو په ایستلو هم غور کوي، چې له امله یې ښایي د افغانستان امنیتي‌ وضعیت خراب شي‌.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ددې تر څنګ په ترکیه کې د طالبانو او حکومت تر منځ د لوړې کچې یوې ناستې وړاندیز هم کړی وو، چې د ملګرو ملتونو په سرپرستۍ کې ښایي راوبلل شي.

یو شمېر سرچینو رسنیو ته ویلي، چې د ترکیې ناسته ښايي‌ د روانې میلادي میاشتې په وروستیو کې په ۲۷ مه نېټه په استانبول کې دایره شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندي

د ترکیې دریمګړیتوب په دوه لاندې دلایلو د منلو وړ نه دی:

1) د ناټو په چوکاټ کې یې افغانستان ته سرتېري لېږلي وو.

2) د زرګونو افغانانو قاتل او جنګی مجرم دوستم د ترکیې له پراخ ملاتړ څخه فعلا برخمن دی.

طاهر ثابت

زه داردوګان دسیاسی موقفو خوشبین یم خو بیا هم دهغه افکار دافغانستان سره مناسب ندی. مونږ وبنو چه هغه به دامریکایی تحمیلی افکار رد نکړی او اندیښنه لرو چه هغه به پان ترکیزم ته مایل او دهغه په خطونو کی خپل ملی اهداف ترسره کړی.
اوس یو دولت هم ددریمکړی وړ ندی.

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx