ورزش

اصغر افغان د ټيسټ لومړۍ سليزه وکړه

نن ټکی اسيا (چهارشنبه، ۲۲ کب، ۱۳۹۹ل): د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مشر اصغر افغان په ټيسټ لوبو کې خپله لومړۍ سليزه ثبته کړه.

د زمبابوې لوبډلې پر وړاندې په دوهمه ټيسټ لوبه کې په لومړۍ ورځ اصغر وتوانېد خپله لومړۍ او د افغان لوبډلې دوهمه سليزه په خپل نوم کړي.

له دې وړاندې لومړی افغان لوبغاړی رحمت شاه و چې په ټيسټ کې يې سليزه وهلې وه. نوموړی د بنګلديش لوبډلې پر وړاندې په ۲۰۱۹م کال کې دغه څلي ته رسېدلی و.

د افغانستان او زمبابوې لوبډلو ترمنځ په دوهمه ټيسټ لوبه کې چې نن د چهارشنبې په ورځ پېل شوه پچه افغان لوبډلې وګټله او لومړی يې د توپ وهنې پريکړه وکړه.

د افغان توپ وهونکو په ليست کې ابراهیم په زړه پورې توپ وهنه وکړه، جاويد احمدي د تل په څېر يو وار بيا ناکام شو، رحمت شاه هم د پام وړ توپ وهنه ونکړه، خو حشمت شهيدي او اصغر افغان په زړه پورې او تاريخي ملګرتيا وکړه.

افغان توپ وهونکي د لومړۍ ورځې تر پايه ښه وځلېدل او د ۳ لوبغاړو په سوځېدلو يې ۳۰۷ منډې وکړې، ابراهم ځدران ۷۲ منډې وکړې، جاويد احمدي ۴، رحمت شاه ۲۳، حشمت شهيدي ۸۶ ناسوځېدلې او اصغر افغان ۱۰۶ ناسوځېدلې منډې وکړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x