نړۍ

مهمند ایجنسي: دوسلوالو دبرید له امله عسکروته مرګ ژوبله واوښته


نن ټکی اسیا: دخیبرپښتونخوا مهمند وسلوالي کی نامالو وسلوالو دسیرا کارپایی کلي ته څیرمه دپاکستاني عسکرو یو پوسته تربریدل لاندی راوسته چي امله یی دوه عسکر وژل شوی او دوه نور ژوبل شوی دي.

له سیمي څخه امنیتي مسؤلینو خبر ورکړی دی، وایی دوسلوالو او عسکرو ترمنځ نښتي تریوه ساعته پوري دوام کړی دي، چي وورسته له یوه ساعته څخه وسلوال دپیښي له ځایه څخه په تیښته بریالي شوی دي، دنښتي له کبله ژوبل شوی کسان وپیښور ښار ته ددرملنی له لپاره راوړل شوی دي.

له بلی خوا څخه بیا تیره ورځ نا وخته نامالومو وسلوالو په ورته سیمه کی دغلنایی پر بند باندي کارکونکو څخه دري تنه کارکونکو تيښتولي دی، چی تراوسه پوری دتښتوني پړه چاپه غاړه نه ده اخیستي.

نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x