افغانستاننظــر

شننه: «ایتلافي حکومت» دواړو ټیمونو کې درزونه پیدا کوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، چنګاښ ۲۳مه، ۱۳۹۳ل): د افغانستان د ټاکنیزې لانجې د لرې کولو لپاره د عبدالله عبدالله په غوښتنه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري تېره جمعه (جولای ۱۱مه) کابل ته راورسېد او له دواړو ټیمونو او ولسمشر حامد کرزي سره له ګڼو لیدو کتو وروسته یې دا پرېکړه وکړه، چې ټولې اچول شوې رایې دې بیا وشمېرل شي او د همدغو ټاکنو په پایله کې به ګټونکی نوماند «د ملي یووالي» حکومت جوړوي. د جان کېري تر څنګ ولاړو نوماندو هر یوه ډاکټر اشرف غني احمدزي او ډاکټر عبدالله عبدالله هم د جان کېري پرېکړه ومنله او د اطاعت ډاډ يې ورکړ.

ملي یووالي حکومت څه معنا؟

د جان کېري د سفر څرګنده پایله دا شوه، چې رایې به یو ځل بیا شمېرل کېږي او بیا به د «ملي یووالي» حکومت جوړېږي. د ملي یووالي حکومت مفهوم ډېر څرګند دی، داسې حکومت به تشکيلېږي، چې هلته به ګټیالی او ماتې خوړلی، دواړه ټیمونه پکې ګډون ولري. د دغه ډول حکومت ترکیب او د حکومتدارۍ ډول لا هم ګونګ دي. تر دې دمه له څرګندونو همداسې ښکاري، چې ژمنه شوې، چې ګټونکی ټیم به بل ټیم ته هم په واک کې ځای ورکوي.

اجرایوي مشر

کله چې ټاکنې دویم پړاو ته ولاړې، د زلمي رسول د «اعتدال، برابرۍ او رغونې» ټیم مشر او دویمه مرستیاله یې له عبدالله سره شول او لومړی مرستیال یې، د احمدشاه مسعود ورور او پخوانی لومړی مرستیال، احمدضیا مسعود د «دوام او بدلون» ټیم سره د ډاکټر اشرف غني احمدزي په مشرۍ یو ځای شو. ضیا مسعود داسې مهال د ډاکټر اشرف غني ټیم سره یو ځای شو، چې د لومړي مرستیالۍ او دویم مرستیالۍ څوکۍ ډکې وې. اشرف غني احمدضیا مسعود سره ژمنه وکړه، چې د بریا په صورت کې به یې دی «اجرایوي مشر» وي، داسې پوسټ چې د ولسمشر له لومړي مرستیال سره یې واکونه برابر وي. د «اجرایوي مشر» څوکۍ تر دې مهاله هم ځکه ګونګه ده، چې په اساسي قانون کې يې په اړه کوم وضاحت او تعریف نه شته. د اشرف غني له ټیم سره د احمدضیا مسعود یو ځای کېدنه ځکه ډېر مهمه وه، چې په قومي لحاظ دا ټیم له کمي سره مخ و؛ ځکه ډاکټر غني احمدزي د احمدضیا مسعود د یو ځای کېدو په اړه وویل، چې «زموږ ټیم له مثلثه مربع ته پورته شو». د ډاکټر غني د مربع د یوې کمې ضلعې نه هدف د تاجک توکم کمی و، چې د ضیا مسعود له پیوستون سره لرې شو.

ایتلافي حکومت کې به «اجرایوي مشري» چاته رسېږي؟

اوس چې دواړو نوماندي پر ایتلافي حکومت سره سلا شوي دي، د واک وېش لا هم یوه ننګونه ده چې روڼ ځواب ورته نه دی ویل شوی. دا هم نه ده معلومه چې دواړو نوماندو پر کومې پرېکړې لاسلیکونه هم کړي دي کنه. پرون (یکشنبه، چنګاښ ۲۲مه) د ډاکټر عبدالله عبدالله دویم مرستیال، حاجي محمد محقق بي بي سي ته وویل، چې ګټیالی ټیم به د «اجرایوي مشرۍ» څوکۍ پاتې ټیم ته ورکوي.

د ټاکنو په دویم پړاو کې اشرف غني احمدزی ګټونکی اعلان شوی و. اوس چې بیا رایې شمېرل کېږي، طبیعي ده، چې غني ګټونکی اعلانېږي او د محقق په خبره به عبدالله عبدالله ته د اجرایوي مشرۍ څوکۍ ورسپارل کېږي. ایتلافي حکومت کې به طبیعي ده، چې د عبدالله عبدالله مرستیالان داسې واکونه ونه لري، لکه د ډاکټر اشرف غني د هغو په څېر. اوس چې پر ایتلافي حکومت سلا شوې ده، له یوې خوا به د عبدالله عبدالله او مرستیالانو ترمنځ به یې درزونه ځکه پيدا شي، چې هغوی به د ده په څېر له واکه برخمن نه وي. همداراز به ایتلافي حکومت د احمدضیا مسعود په برخه رسېدلی اجرایوي مشري ترې واخلي او عبدالله عبدالله ته به ورکړل شي. جان کېري د یکشنبې پر ورځ له اشرف غني وغوښتل چې د اجرایوي مشرۍ څوکۍ د ضیا مسعود پر ځای یونس قانوني ته ورکړي. ډاکټر غني تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي، مګر احمدضیا مسعود دا وړاندیز په کلکه رد کړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x