ټولنیزه برخه

خپلې ارادې پټې وساتئ!

انس حقاني

دا فطرتي خبره ده چې کله یو انسان له بل چا څخه د کوم ښه عمل، ښه والی او فضائل، یا د کوم بد عمل بدي واوري او حال دا چې دغه شخص د هغه بد عمل مرتکب وي. یا هغه ښه عمل ده نه وي کړی، نو سمدستي د انسان په زړه کې د ښه عمل د تعمیل لپاره شوق راوټوکیږي.

یا د بد عمل څخه د اجتناب لپاره یې په رګونو کې د کلک هوډ وینه څپانده شي‌. په داسې وخت کې یوه مهمه نقطه په پام کې نیول مفید دي.

په داسې وخت کې زیاتره خلک خامخا د عمل د کړلو یا نکړلو، هوډ کوي او ډیر کسان په همدې وخت کې خپله اراده په ډیر قوت سره ظاهروي چې زه به دا کار خامخا کوم، یا دا کار به بیخي نکوم.

زما په فکر داسې باید ونه شي؛ ځکه انسان کمزوری دی په زیاتره وختونو کې د نفسي خواهشاتو څخه مغلوبیږي او لکه ما چې تېره لیکنه کې ویلي وو چې د اخلاص لاسونه یې کله نا کله بیرته د سستۍ په زنځیرونو وتړل شي.

فطرتي خبره ده چې ډېر کم د عزم خاوندان داسې دي چې څه وایي هغه کوي، خپلو ارادو ته د عمل جامه وراغوندي او نور زیاتره انسانان داسې دي چې څه ووایي خو هغه هغسې ونکړی شي، خپلې ارادې نشي عملي کولی.
نفس یې د ارادو پښو ته زنځیرونه اچولي وي او د سستۍ پیریان یې په مرکنډي ناست وي.

په اصل کې داسې اراده کول ښه خبره ده او نیکي ده.
خو زما په فکر ددې باید اظهار ونه شي. انسان دې په زړه کې پټ هوډ وکړي خپل وس دې کوي خو بل چاته دې ځکه نه وایي چې که خدای مکړه چیرته خپله خبره په راتلونکي کې پوره نه کړی شي کومه چې ده بربنډه د خلکو په وړاندې کړي وه نو نورو خلکو ته به بیا ټيټ نه راځي. له پیښمانتیا او خجالت به بچ وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx