افغانستانسولې اړوند خبرونه

غني د سولې په تړاو له سیاسي او جهادي مشرانو سره  ناسته کې د «ملي اجماع په پیاوړتیا» ټینګار کړی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۰ کب، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت مشر «اشرف غني» د هیواد دامنیتي وضعیت او د سولې پروسې  په اړه د سیاسیونو او جهادي مشرانو ناسته رابللې.

له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې ناسته کې د پخلاینې عالي شورا رییس «عبدالله عبدالله» هم ګډون درلود او په چهار چنار ماڼۍ کې ترسره  شوه، چې په مهال یې د هیواد د عمومي امنیتي وضعیت په ښه والي، د ملي اجماع پر پیاوړتیا او د مشورتي غونډو پر دوام ټینګار وشو.

خبرپاڼه کې وړاندې راغلي «همداراز په دې غونډه کې ټولو ګډونوالو د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د سولې مذاکراتي ټیم پر دوامدار ملاتړ د ټینګار پر مهال څرګنده کړه چې د افغانستان دولت او ملي روغې جوړې عالي شورا دې په دې برخه کې خپلو زیاتو هڅو ته دوام ورکړي.»

دغه غونډه داسې مهال ده، چې د افغان سولې په تړاو د امریکا د متحده ایالاتو له لوري تازه طرحه وړاندې شوې او په افغانستان کې د مؤقت حکومت د جوړېدو وړاندیز شوی.

امریکا ددې تر څنګ وړاندیز کړی، چې د سولې پروسې د چټکتیا په موخه دې په ترکیه کې د  طالبانو او حکومت تر منځ د لوړې کچې یوه ناسته جوړه شي، او ملګري ملتونه دې د یادې ناستې سرپرستي وکړي.

په قطر کې  د طالبانو سیاسي دفتر وایي، ددې طرحې په اړه یې بحثونه روان کړي او لا هم دوام لري.

ورته مهال په کابل کې بیا د امریکا وړاندیز شوې طرحې مخالف او موافق غبرګونونه راپارولي او سره له دې چې د اشرف غني مرستیال «امرالله صالح» د یادې طرحې د منلو په ځای مرګ غوره بللی؛ خو یو شمېر سیاسیون وایي، ددې طرحې په اړه بحثونه کېدای شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
فدامحمد نومير

بسم الله الرحمن الرحيم ط دوه مخي هم مخ لري ، د دوه مخي حافظه هم هيڅکله کار نه کوي ، ځکه د دوه مخي بنياد په درواغو باندي ولاړ وي ، د کابل اداره کي د صلحي په اړه دوه مخي د ورايه څرګنده ده ، هغه داچي د يوه لوري وايی چي د دوی اداره د ولس په اراده د ازادو انتخاباتو په نتيجه کي را مينځ ته سوي ده ، جمهور ريس ، د پارلمان او سنا غړي د ولس نماينده ګان دي ، ولي د بل لوري څخه په هيواد کي د صلحي په اړوند د… نور لوستل »

دوکتور غروال

همداسی دی ددی غلامانو تر مینځ زرګری مخالفت دی ، واقعیت دادی چی دوی ټول په اتفاق سره د غلامی مطیع دی او ددوی دی وطنفروشی لپاره د بادارانو له خوا مشاورین روزمره تربیه ورکوی !!!!

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx