افغانستان

کابل کې اختطاف شوی سوداګر: له خدای مې د طالبانو د راتګ غوښتنه کوله

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۰ کب، ۱۳۹۹ل):کابل کې د نظامي یونیفورم لرونکو کسانو له لوري تښتول شوی سوداګر وایي، حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر ته نږدې ساتل کېده او هره شېبه یې دا هیله درلوده، چې طالبان پر دې ځای برید وکړي او دی له غلو او تښتوونکو خلاص کړي.

طلوع نیوز د هغه پانګوال له خولې راپور چمتو کړی، چې تر یوې میاشتې زیات وخت یې د تښتوونکو په منګولو کې تېرکړ او وروسته د شپېته زره ډالرو په بدل کې ازاد کړل شو.

تښتول شوی سوداګر وايي، د الوتکو د ناستې او پورته کېدو له غږونو یې دا حس کوله چې حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر ته نږدې ساتل کېږي.

دده په خبره  «کله چې په بند کې وم، ویل مې خدای که وشي دلته طالب برید وکړي چې دوی (تښتوونکي) ونیسي، ځکه چې دولت زموږ ځای پيدا نه شوی کړی.»

د نوموړي د کورنۍ غړي وايي، خبره یې له کورنیو چارو وزارت، ملي امنیت او نورو دولتي بنسټونو سره شریکه کړه؛ خو هیڅ ګټه یې ونکړه.

د تښتول شوي سوداګر ورور «بشیر ملکزاده» وایي، کورنیو چارو وزارت کې يې  د ورور د اختطاف کېدو قضیه ثبت کړه؛ خو په سبا یې انسان تښتوونکو ورته زنګ وواهه چې نور کورنیو چارو وزارت ته ولاړ نشي.

دده له قوله « له کورنیو چارو وزارت څخه راووتم. ورور مې هلته (تښتوونکو) پرې فشار راوړ چې ورور ته دې ووایه چې په کار پسې دې نه ګرځي؛ دا د دې معنا ورکوي چې امنیتي ارګانونه هم له اختطاف چیانو سره لاس لري.»

د سوداګر زوی وایي، په ډېرو ستونزو یې شپېته زره ډالره له خپلوانو قرض کړل او د خپل پلار تښتوونکو ته یې وسپارل.

که څه هم د کورنیو چارو وزارت او د اشرف غني لومړی مرستیال «امرالله صالح» چې اوس د کابل مؤقت امنیه قومندان هم دی؛ په دې اړه څه نه وايي، خو د افغانستان د خونو فډراسیون وایي، د سوداګرو د اختطاف سلګونه پېښې ورسره ثبت شوې او ګڼو سوداګرو افغانستان پرېښی او خپلې پانګې یې له هیواد د باندې ایستلې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

غنی هم کچیری لندغرو او غلو ته د شریعیت مطابق جزا ورکوله اوس به یی حالت داسی نه وو خو هغه د شریعیت پلی کولو په عوض امریکایان او ملل متحد او حقوق بشر خوشحاله ساته. اوس خو دی حقوق بشر راشی غنی دی خوشحاله کړی. درسته ده امریکی او اروپ کی د هغوی خپل اصول دی چی اعدام پکی نشته دا ځکه چی هغه خلک تر ډیره باسیواده دی او نه هم دومره غریب دی چی غلا ته زړه ښه کړی اصلا له قانون څخه ویره لری ګرچه مسلمانان هم ندی. ولی بر عکس افغانستان یو ځانګړی هیواد دی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x