
په کابل کې د ایران د سفارت پر موټر وسله وال برید شوی
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۱ کب، ۱۳۹۹ل): د کابل ښار نهمه امنیتي حوزه کې د ایران د سفارت د کار کوونکو پر موټر د وسله وال برید خبر ورکړل شوی دی.
یوې امنیتي سرچینې د نوم نه څرګندولو په شرط طلوع نیوز ته ویلي، ناپېژاندو وسله والو (چې په یوې سور رنګه کرولا موټر کې سپاره وو) تېر ماښام د کابل ښار نهمې امنیتي حوزې اړوند «څلورم مکروریانو» سیمه کې د ایران د سفارت د کار کوونکو پر یو موټر ډزې کړي دي.
د سرچینې په خبره په دغه پېښه کې یو تن ټپي شوی، چې روغتون ته لیږدول شوی او بریدګر د پېښې له ځایه په تېښته بریالي شوي دي.
په کابل کې د ایران سفارت چارواکو تراوسه ددې برید په اړه رسما څه ویلي نه دي.
باید وویل شي چې په دې وروستیو کې په کابل ښار او لویو ښارونو کې هدفي وژنې او مرموز بریدونه زیات شوي، چې زیاتره خلک او د سیاسي ګوندونو مشران یې پړه د کابل حکومت په چارواکو اچوي او هغوی په کې ښکېل ګڼي.
روانه اونۍ د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار هم له آریانا نیوز سره په ځانګړې مرکه کې د کابل حکومت ته خبرداری ورکړی ؤ، که تر لسو ورځو پورې هدفي او ځنځیرې وژنې او بریدونه بند نه کړل شي، نو دی به د ټولو هغو دولتي چارواکو نومونه افشاء کړي چې ددغو بریدونو ترشا ولاړ دي.
هرات او فراه کی یی ګمرکونه ته اور ورته کړل باید یی موتر باندی برید وشی. انشاءالله چی د پاکستان د سفارت په موټر به هم یوه ورځ برید وشی کچیری حالات همداسی شغالی وي.
چې زمونږ د لیرې وطن یار ښاغلی غ. حضرت صاحب ولې نه ښکاري،،،
د غیاب اسباب دې په خیر وي.
البته غ حضرت به اوس دمنافقت لاره پريښي وي او حقايق به ئي درک کړي وي. کنه دده له ټولو فلسفي ليکنو څخه به هميشه بد بوي راته او دمسلمانانو سره ئي هميشه کينه ښودله. الله د اصلاح کړي. کاروان