نړۍ

ایران اته فیسبوکي فعالان په ۱۲۸ کلونو بند محکوم کړي

نن ټکی آسیا (دوشنبه، چنګاښ ۲۳مه ۱۳۹۳): د ایران یوې محکمې ۸ فیسبوکي فعالان په ۱۲۸ کلونو بند محکوم کړي دي.
په دوی تورونو دي چې ملي امنیت ته یې ګواښ پېښ کړی او د نظام پر ضد يې تبلیغات کړي. همدا راز  د ځواکونو مشرانو او نورو عامو او خاصو خلکو سپکاوی  یې کړی دی.
د ایران دولتي خبري آژانس «ایرنا» د راپور په اساس تورن کسان په فیسبوک کې د یو شمېر پاڼو چلونکي وه چې د تېر ۱۳۹۲ل کال د مني راهیسې د ثار الله  ادارې تر څار لاندې وه چې  په پای کې د قضا د حکم په اساس ونیول شول.
تر دې مهاله د نیول شوو کسانو هویت او هغه فیسبوکي پاڼې چې دوی يې چلونکي وه، نه دي څرګند شوي.
په دغو تورنو فیسبوکي فعالانو بېلابېلې دوسیې دي چې  ملي امینت ته ګواښ او د نظام  پر ضد تبلیغات په ټولو اتو فعالانو کې موجودې  دي.
راپور زیاتوي چې محکمې تورن کسان مجرمین ګڼلي او دوی يې په ۱۸ ، ۱۹، ۲۱، ۱۴، ۲۰، ۸، ۱۱ او ۱۶ کلونو بند محکوم کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x