افغانستان

د طالبانو مرستیال مشر خپل قاضیان د خلکو پر وړاندې لازیات «شفقت» ته هڅولي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۱ کب، ۱۳۹۹ل): د طالبانو مرستیال مشر سراج الدین حقاني د قاضیانو د یو روزنیز سیمنار پای کې د وینا پرمهال قاضیان د خلکو پر وړاندې لازیات«شفقت» ته هڅولي دي.

د قاضیانو، مفتیانو او محررینو لپاره د طالبانو د محاکمو عالي ادارې په نوښت ترسره شوي درې میاشتني روزنیز سیمنار پای غونډه کې د طالبانو مرستیال مشر قاضیان په خپلو کارونو کې د پوره دقت اخیستلو ترڅنګ له هېوادوالو سره د نرمي کول ددوی مسئولیت او مکلفیت هم بللی دی:

د طالبانو په په رسمي ویب پاڼه الاماره خپاره شوي خبر کې داسې راغلي دي:
«دغې غونډې ته د اسلامي امارت محترم مرستیال الحاج خلیفه صاحب وينا وکړه، ده په خپلو څرګندونو کې قاضیانو ته وویل چې باید په خپلو کارونو کې له کامل دقت او پوره احتیاط څخه کار واخلئ، حوصله ولرئ او پر هیوادوالو د زړه له کومې شفقت وکړئ! ځکه د خلکو خبرې اورېدل، حوصله کول او شفقت کول مو مکلفیت هم دی او په همدې کې مو د کامیابۍ راز هم نغښتی دی، نوموړي زیاته کړه چې په دې سره د اسلامي امارت نېک تأثر خپریږي او د خلکو محبت هم تر لاسه کیږي.»

نوموړي د خپلې وینا په ترڅ کې قاضیان متوجه کړل چې په ټولنه کې تاسو په غیر مستقیمه توګه د طالب مشر «شیخ هبة الله اخوندزاده» مرستیالان یاستئ، ځکه خو باید د خلکو د مسائلو او ستونزو اورېدو کې له دقت وروسته د هغوی ترمنځ په حق باندې فیصله وکړئ.

ښاغلي حقاني د «دښمن» لخوا د طالب قاضیانو د بدنامولو هڅو ته په اشارې سره قاضیان متوجه کړل چې باید په خپلو چارو کې پوره احتیاط وکړي او د «رشوت» له تورونو څخه ځانونه پاک وساتي.

داچې د خلکو د مسائلو د قضائي دوران پرمهال ځینې خلک قاضیانو سره له توندې لهجې کار اخلي، د طالبانو مرستیال مشر خلیفه سراج الدین حقاني خپلو قاضیانو ته ددغو خلکو پر وړاندې د صبر سپارښتنه کړې، ځکه دده په خبره هېوادوال زیات کړېدلي دي، نو باید دوی هره خبره په آرامو مغزو واورېدل شي.

باید وویل شي چې د افغانستان په شمال ختیځه کې له تیرو ۳ میاشتو راهیسې د طالبانو د محاکمو عالي ادارې لخوا لسګونو قاضیانو، مفتیانو او محررینو ته د قضاء  د اړوند برخو په هکله تربیتي سیمنار دائر شوی ؤ، چې په ترڅ کې یې هغوی ته د قضاء اړوند درسونو ورکولو ترڅنګ عملي تمرینات هم ترسره شوي دي.

د طالبانو د محاکمو عالي اداره په داسې مهال خپلو قاضیانو ته د چارو د لاسمون په خاطر روزنیز سیمنارونه دائروي، چې دا مهال د هېواد له ۵۰ سلنه زیات وګړي، د خپلو حقوقي دعوو او دوسیو د حل په موخه د طالبانو محکمو ته رجوع کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx