نړۍ

د اسرائيلو لومړی وزير نن په لومړني رسمي سفر متحده عربي اماراتو ته ځي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۱ کب، ۱۳۹۹ل): اسرائيلي رسنۍ وايي، چې لومړی وزير بنیامين نتنياهو نن پنجشنبه د لومړي ځل لپاره په رسمي سفر متحده عربي اماراتو ته ځي او هلته به د وليعهد محمد بن زايد سربېره له ګڼو اماراتي چارواکو سره وګوري.

د تېر کال په سپټمبر کې د دواړو دولتونو ترمنځ د اړيکو جوړولو له هوکړې وروسته دا لومړی ځل دی، چې نتنياهو اماراتو ته سفر کوي.

د اسرائيلو د لومړي وزير د دفتر رئيس د اسرائيلي رسنيو په رپوټونو له تبصرې کولو ډډه کړې، خو اسرائيلي کارپوهانو د دې سفر پخلی کړی او متحده عربي اماراتو ته د نتنياهو دا سفر «طلايي چانس» بولي.

د اسرائليو هارټس ورځپاڼې ويلي، چې له پارلماني ټاکنو څو ورځې وړاندې متحده عربي اماراتو ته د نتنياهو سفر ستر طلايي چانس دی او اسرائيلي حکومت به هڅه وکړي، چې د اماراتو په څېر ستر خليجي دولت سره دوه اړخيزې اړيکې پياوړې کړي.

اسرائيلي رسنۍ وايي، چې د اماراتو وليعهد محمد بن زايد به د ابو ظبۍ پر نړيوال هوايي ډګر د نتنياهو هرکلی وکړي او په همدې ورځ به بېرته اسرائيلو ته ستون شي.

بنيامين نتنياهو د څلورم ځل لپاره په پارلماني ټاکنو کې ګډون کوي او په دغو ټاکنو کې د بريا لپاره يې په ټول هېواد کې د کرونا ضد واکسين لګولو چارې پيل کړي او د دې سربېره به له خليجي دولتونو سره د اړيکو رغول هم د خپل ټاکنيز کمپاين د بريا لپاره د شعار په توګه کاروي.

نتنياهو د اسرائيلي راډ‌يو له لارې له خپل ولسه وغوښتل، چې يو ځل بيا ده ته رايه ورکړي، تر څو له نورو عربي دولتونو سره هم د سولې تړونونه لاسليک کړي.

نوموړي خپل ولس ته ډاډ ورکړی، چې د سيمې هېوادونو سره د ډيپلوماټيکو اړيکو جوړول يې ستره لاسته راوړنه ده او د دې تړونونو د نورو ګټو سربېره به دا ضمانت هم تر لاسه کړي، چې ایران به د اټومي وسلو د جوړولو توان و نه لري.

متحده عربي اماراتو د تېر کال په سپټمبر مياشت کې د امريکا په منځګړيتوب له اسرائيلو سره د اړيکو جوړولو تړون لاسليک کړی و او په عربي نړۍ کې له مصر او اردُن وروسته امارات درېيم هېواد شو، چې اسرائيلو سره يې د اړيکو جوړولو تړون لاسليک کړ.

مصر په ۱۹۷۹ او اردُن په ۱۹۹۴ کال کې له اسرائيلو سره اړيکې جوړې کړې وې، تېر کال بيا له متحده عربي اماراتو وروسته بحرين، سوډان او مراکش عربي هېوادونو هم له اسرائيلو سره د ډيپلوماټيکو اړيکو جوړولو تړونه کړي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx