افغانستانسولې اړوند خبرونه

د امریکا بهرنیو چارو وزیر: بايډن د افغانستان جګړه ختموي او عسکر راستنوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۱ کب، ۱۳۹۹ل): د امریکا د بهرنیو چارو وزیر «انتوني بلینکن» وایي،د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر غواړي د افغانستان جګړه پای ته ورسوي او خپل عسکر  کور ته ستانه کړي.

بلینکن چې د کانګرس اړوند د بهرنیو اړیکو کمېټې ته یې خبرې کولې وویل «د افغانستان په اړه د ولسمشر اهداف واضح دي. هغه غواړي، جګړه پای ته ورسوي، عسکر کور  ته را ستانه کړي او دا یقني کړي چې افغانستان بیا ځلې د ترهګرو په مرکز نه بدلېږي.»

نوموړي وړاندې زیاته کړې، چې د امریکا متحده ایالات غواړي د ډيپلوماسي له لارې دواړه لوري خبرو ته وهڅوي؛ خو تر دې دمه یې له افغانستانه د خپلو عسکرو د ایستلو د وروستۍ نيټې په اړه پرېکړه نه ده کړې او د وضعیت د ارزولو په حال کې دي.

د بلینکن له قوله، د افغانستان ګاونډیان یې د افغان سولې په پروسه کې ور ګډ کړي؛ ځکه دده په خبره، هغوی د جګړې په دواړو لورو کې نفوذ لري او په افغانستان کې یې خپلې ګټې نغښتې دي.

بلینکن ددې تر څنګ ویلي، چې  دوی غواړي وګوري د طالبانو او حکومت تر  منځ د سولې «معنا لرونکې» خبرې کومې پایلې ته رسي او ددې تر څنګ دا ارزوي، چې طالبانو د جګړې د شدت د کمولو او له بهرنیو ډلو سره د اړیکو غوڅولو په ګډون خپلې کړې ژمنې تر کومه حده عملي کړې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پورتنۍ څرګندونې داسې مهال دي، چې یاد هیواد د کابل حکومت مشرانو ته د مؤقت حکومت طرحه سپارلې او ټینګار کوي، چې د طالبانو او غني تر  منځ باید ګډ لنډ مهالی حکومت جوړ شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په یوه لیک کې پر غني او عبدالله ټینګار کړی، چې د سولې پروسه چټکه کړي او له طالبانو سره ژر تر ژره یوې هوکړې ته ورسېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx