افغانستان

دولتي عسکرو په ننګرهار کې یوځل بیا د قران کریم ۱۰ تنه حافظان «شهیدان» کړي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۱ کب، ۱۳۹۹ل): د ننګرهار ولایت په خوګیاڼو ولسوالۍ کې دولتي عسکرو یوځل بیا د قران کریم لس تنه حافظان په «شهادت» رسولي دي.

دا پېښه تیره شپه د خوګیاڼو ولسوالۍ په «ټټنګ» سیمه کې رامنځته شوې ده.

سیمه ییزې سرچینې وايي، د صفر یک په نوم ځانګړو دولتي عسکرو تیره د ننګرهار ولایت خوګیاڼو ولسوالۍ په «ټټنګ» سیمه کې د خلکو په کورونو او یوې دیني مدرسې چاپه وهلې ده.

سرچینې زیاتوي، دولتي عسکرو په دغه مهال د خلکو د کورونو او مدرسې دروازې او کړکۍ ماتې کړي، د یو سیمه ییز ډاکټر، یو کلیوال او د مدرسې د یو استاد په ګډون د قران کریم ۱۰ تنه حافظان په «لاس تړلي» توګه «شهیدان» کړي دي.

په تیرو اتو ورځو کې دا دویم ځل دی چې دولتي عسکر دیني مدرسې او روحاني غونډې تر بریدونو لاندې نیسي.

تیره پنجشنبه(۱۴ کب، ۱۳۹۹ل) هم دولتي عسکرو د کندهار ولایت پنجوايي ولسوالۍ په «ریګي» سیمه کې د دستاربندۍ مراسمو باندې هوايي برید کې د قران کریم ۳ تنه حافظان «شهیدان» او څلور نور ټپيان کړي وو.

دا لومړی ځل نه دی چې دولتي عسکر په ننګرهار او نورو ولایاتو کې په دیني مدرسو او جوماتونو شپني عملیات او هوايي بریدونه کوي، بلکې تردې وړاندې د ننګرهار، تخار، کندوز، نیمروز او فراه په ګډون د هېواد مختلفو برخو کې دیني مدرسې او جوماتونو د دولتي عسکرو لخوا په نښه شوي دي.

کابو څلور کاله مخکې(۱۳ حمل، ۱۳۹۷ل) د کندوز ولایت دشت ارچي ولسوالۍ په «لغمانیو» کلي کې دولتي الوتکو په دارالعلوم هاشمیه مدرسه د دستاربندۍ په مراسمو هوايي برید وکړ، چې له امله یې شاوخوا ۱۰۰ تنو د قران کریم حافظانو او طالبانو په ګډون ملکیانو ته مرګ ژوبله اړولې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

انا لله و انا الیه راجعون.
تر ټولو لمړی د شهیدانو قاریانو دی الله ج شهادت قبول او کورنیو ته یی تسلیت وړاندی کوو او الله ج دی د دغه شهیدانو برکت د هغوی په کورنیو کی پاتی او د دوی غیرحاضری دی ورته محسوس نه شی.

الحاج استاذ بیانزی

د اسلامی امارت مشرانو السلام علیکم! دا می لمړی تبصره ده چه داسلامی امارت درنو مشرانو ته یی په تندو او ترخو جملاتو کی لیکم: درنو ورونو دغه حافظان طالبانو په شهادت کی تاسی هم دخیل یاست، پرون یی پنجوایی او هغه ورځ یی په یوه او په هغه بله ورځ یی بله او بله مدرسو کی حتی قندوز کی یی په سوونو تنکی طالب حافظان په ډیره بی رحمۍ سره په شهادت ورسول او دا لړی روانه ده. په پکړی تړلو کی به دا ګټه وی چه خلک او ځوانان تشویق شی خپل بچیان د دینی زده کړو د… نور لوستل »

رښتينيار

د محترم استاذ په وينا يې په دې تندو او ترخو جملاتو کي يې بيا هم يوه لس کېلويي ډبه غوړي کار کړي دي.


عبدالمالک همت

خبره خو ځکه دغسي حالت ته رسېدلې ده چي هم مو په ملايانو (علماء سوء) کي د کفارو ډالر خواره پيدا سول، هم مو ډېری پوهان د نيواکګرو جواسيس او چوپروال سول هم مو په عوام کالانعام بل هم اضل کي د څو پيسو په مقابل کي نيواکګرو ته ډول ډول دندي په ټيټو سترګو تر سره کوي، نو چي په موږ کي دغسي خلک وي خود به په پرله پسې توګه ددغسي فجايعو يا دې ته ورته يا تر دې بترو پېښو شاهدان اوسو. بس د دې خبرو ډېره ښه چاره داده چي د محمدي غرا شريعت سره سم… نور لوستل »

Adam Khan

INNA LELLAHI WA INNA ILLAYHI RAJEAOON

SHAHADAT DE MUBARAK SHA

Back to top button
5
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx